زه به درشم
زه به درشم
سمیع الدین افغانی
۷ – ۳ – ٢٠١٢ م .کال
ته قرار راسره وکړه زه به درشم
لږ مدار راسره وکړه زه به درشم
چې وعدې دې د وصال راوړی ترغوږه
د ریبار راسره وکړه زه به درشم
زه بندی د کور او کلی د دستور یم
ته لږ وار راسره وکړه زه به درشم
زه په هیله تاج محل ته دې درتلو یم
ته هم لار راسره وکړه زه به درشم
ها وعده دې د نیمکړی ماښامونو
په بار بار راسره وکړه زه به درشم
چې تکل مې د درتلو نا هیلی نشی
اعتبار راسره وکړه زه به درشم
ستا دمینې اسیر شوی زړه مې وایی
پری وار راسره وکړه زه به درشم
————-
سمیع الدین افغانی
دیدگاه بگذارید