خیانت کار
خیانت کار
سمیع الدین افغانی
۱۰ – ۷ – ۲۰۱۲ م ٠ کال
دنشر نیټه : ۱۱ – ۷ – ۲۰۱۲
ټول یې پیژنی اغیار دی
چې د غیرو تابع دار دی
د ولس بربادی غواړی
په لسټونی کې مومار دی
د شخصی ګټو لپاره
ورور وژنې ته تیار دی
په فریب او بربادۍ کې
د ابلیس سکنی یار دی
دی لاس پوڅ د اجنبیانو
د پردیو خد متګار دی
بل ته هیڅ ویلی نشی
بس دکلی داړه ماردی
چې خائن شی ولسو ته
پرې غضب د کردګار دی
——–
سمیع الدین افغانی
دیدگاه بگذارید