د افغانستان ملی ګوند
دنشر نیټه : د ۱۳۹۱ کال د زمری د میاشتې ۲۸ مه
د افغانستان ملی ګوند رهبرۍ د مبارکۍ پیغام
کابل د ۱۳۹۱ کال د زمری د میاشتې ۲۶ مه نېټه
د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان دیندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنیوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تیرې کړئ.
په ګران هیواد افغانستان کې د نیکمرغه کوچنی اختر د خوښیو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پیښو شاهدان یو چې ډیرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهیدانو کورنیو ته د زړونو تسلی او زخمیانو ته د درملنې، روغتیا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو. د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشریت څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او سوله ایز ژوندانه د شرایطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.
خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنیت په فضاکې تجلیل کړو.
عبدالحی مالک
د افغانستان ملی ګوند رئیس
دیدگاه بگذارید