د زړه مینه
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۱ نوامبر ۲۰۱۲هالند
د زړه مینه
نورمُحـمَدغـفوری
څوک به د نوم هسې په خوله یادوی
زما د هر سلول په زړه یادوی
د خیالی څڼو به د څه ووایم
خیال مې یې هر ویښته ویښته یادوی
چاته د مېنې مینه ټوکې ښکاری
ځینې یې لوړه تر هر څه یادوی
مینان یو بل ته ګواښیږی سره
د غمازانو فتنې نه یادوی
قاضیان د ښکلو پر مخ خولې لګوی
زموږ ګناه بیا، تش کاته یادوی
چې د وفا نښانې نه وی پکې
داسې معشوقې به څوک څه یادوی؟
آشنا راځه د عقل لاره نیسه
رقیب د بد او که د ښه یادوی
د ګډ ارمان سختو شېبو ملګرو!
(غفوری) تاسې پل په پله یادوی
نورمُحـمَدغـفوری
غفوری صاحب، با شعر مقبول پشتو گلهای باغ ٢۴ ساعت را متنوع و رنگین ساخته اید.