د سولې او آزادی د کمسیون اعلامیه
تاریخ نشر پنچشنبه ۱۱ جولای ۲۰۱۳ هالند
د سولې او آزادی د کمسیون اعلامیه
لند مهال حکومت
د جولای لسم ۲۰۱۳ م کال
د افغانستان د سولې او آزادی کمسیون د هغه خبرو اترو په اړه چه د امریکا او وسله وال مقاوت تر منځ د پیلیدو په درشل کی د ستونزو سره مخ شول خپل ژور خپګان څرګندوی او د سره پیلیدو یی هیله لری .
موږ د جګړې د اصلی اړخونو تر منځ خبرې اترې د امریکا د سیاست د واقعبینی بیلګه او د مقاومت د بری اوسیاسی بصیرت نښه بولو .
د سولې او آزادی د کمسیون خوشاله دی چه په وروستیو وختونو کې هغه هلې ځلې چه څو کاله مخکې د جګړې د ختمیدو په مقصد د یو لند مهال حکومت د جوړیدو د لارې پیل کړې وو د افغانستان په قضیه باندې د ذیدخلو اړخونو د پام وړ ګرځیدلې دی . لند مهال حکومت باید د وسله والو مخالفینو او د سیاسی کړیو د بشپړ توافق په بنست باندې جوړ شی . لند مهال حکومت چه د کابل د واکمنی د استعفآ نه وروسته جوړیږی ، د جنګی دلو تپلو د اغیز نه لرې کولی شی ، د مذاکراتو پاتې پروبلمونو د حل په موخه د وسله وال مقاومت سره په مشوره د سولې په فضآ کې د افغانستان دسیاسی ودې استقامت وتاکی .
د سولې او آزادی د کمسیون په اند د دوحه د مذاکراتو د ځندیدو پړه لاندې اړخونه ته اړول کیږی :
ــ کابل حکومت چه د خپلې بقآ د پاره په جګړه باندې پانګه اچولې ده ( بیلګه یی د ملی امنیت د شورآ د غړی وروستیو د شرارت نه دکې څرګندونه ده ) .
ــ امریکا چه د نا امنی د زمینې د برابرولو په دوام ، د نظامی هدې د امتیاز د ترلاسه کولو په لته کې ده .
ــ دمحترموطالبان تحریک چه د واقعیتونو نه لرې یواځی د اسلامی امارت تر بیرغ لاندې معرکې ته ورننوت .
د سولې او آزادی د کمسیون پدې باور دی چه د کابل حکومت سره د مقاومت خبری ، نوموړې ته مشروعیت ور په برخه کوی . ورپسې د جنګی دلو تپلو تر منځ د حکومت د چوکیو ویش د خبرو د اجندا په سر کې راځی او په پای کې افغانستان د جنګی جنایت کارانو او ملی خاینینو په منګلو کې تر ابده ایسار پاتې کیږی .
معذالک ! د سولې او آزادی د کمسیون لند مهال حکومت جوړول د سولې یوازنی الترنتیف ګنی .
د افغانستان د سولې او آزادی کمسیون رئیس
داکتر عبدالواحد احدزاده
۱۰ / ۷ / ۲۰۱۳
دیدگاه بگذارید