د پلار مینه
تاریخ نشر یکشنبه ۲۱ جولای ۲۰۱۳ هالند
د پلار مینه
سمیع الدین افغانی
۲۱ – ۷ – ۲۰۲۳ م ۰ کال
***
مور او پلار یو لوی نعمت دی په جهان
احترام یې دی واجب په هر انسان
د هر چانه ډیر قریب دی مور او پلار
د اولاد په غم کې تل وی نا قرار
د پیدا نه تر پناه پورې ځوریږی
د اولاد ونیکمرغۍ ته هوسیږی
تل په فکر د اولاد وهی سوچونه
څو یې وس وی ورته ګالی زحمتونه
یوکیسه مې دیو دوست نه واوریدله
چې د پلار د خاطرو ځینې کوله
ویل چې کله زه د وه کلو ماشوم وم
نازولی د پلار کور کې زه معلوم وم
لږ څه شوخ وم ښکته پورته ځغلیدمه
ورانول به مې هر څه نه پوهیدمه
یوه ورځ چې مې پلار ډیر راته غصه شو
یو ګذار مې په نازک مخ حواله شو
پلار مې ښه څپیړه راکړه ښه په زوره
چې د درده یې زر ووتم د کوره
درد یې وکړ خو ما اوښکه تویه نکړه
د خپل پلار مینه مې هډو هیره نکړه
بیا هم تل د خپله پلاره نه جلا نه وم
راته ګران وه د خپل درد په سودا نه وم
څو کلونه بیا ددې کیسې نه تیرشول
دا فکرونه مې هډو د سره هیر شول
چې یو وخت بیا د یوولسو کلو شوم
یو ځل بیا زه یو لامل پلار دغصو شوم
بیا څپیړه یې په مخ را حواله کړه
ما د تیر په شانې هیره خپل غصه کړه
درد یې ډیر وکړ ما بیا ونه ژړلې
سترګو لاندې به مې پلار ته پټ کتلې
په زړګی کې مې خپل پلار راباندې ګران وه
ماته ژوند کې لکه ستوری د اسمان وه
شول کلونه تیر له دغې خاطرې نه
د ژوندون له دغه راز ددې کیسې نه
تل د پلار سره مې ژوند وه څنګ په څنګ
پلا زما او زه د پلار ومه خدنګ
خو چې کله د پنځه ویشتو کلو شوم
د قوت او د روزګار د اولادو شوم
پلار مې بیا په یو علت راته په قهر شو
چې ګذار یې په مخ را کړ بې اختیار شو
په دا ځل مې خدایګو ډیرې وژړلې
مامې سترګو لاندې خپل پلار ته کتلې
په دې نه چې پلار څپیړه ولې راکړه
لرزیدلی لاس یې ډیر کړمه غمناکه
هغه وار چې ماشومتوب کې راکولو
هغه زور نور پکې نه وه لرزیدلو
ما د پلار پدې حالت ډیر وژړلې
سترګو لاندې مې په مینه ور کتلې
پت په زړه کې مې همدا حالت لیدلو
په سلګو او په زار زار مې وژړلو
——
سمیع الدین افغانی
دیدگاه بگذارید