بدلون
تاریخ نشر چهار شنبه ۱۶ اپریل ۲۰۱۴ هالند
بدلون
سمیع الدین افغانی
هغه دنـــــیا ده نن ېـې رنګ بدلیږی
اغیا رهغه دی نن ېې څنګ بدلیږی
دا کومــــې لوبې چې پرون چلیدې
نن د هغــــه لوبو نیرنــــګ بدلیږی
دا دشبـــــاب شانې ظاهره ښکاری؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږی؟
پرون چې خپلوکې وه لاس اوګریبان
د هــــغه خلـــکو نن فرهنګ بدلیږی
ځای د ټــــوپک کــــه دقلم سره شی
زمــــونږه شــاه زموږ ملنګ بدلیږی
د یــــو ارمــــان د یو تغیر په هــــیله
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدلیږی
———
سمیع الدین افغانی
افغانی عزیز ، بازهم مثل همیشه سروده زیبا و مملو از احساس است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر