لوند ګریوان
تاریخ نشر سه شنبه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۴ هالند
لوند ګریوان
سمیع الدین افغانی
١۹ – ١٠ – ٢٠١۴
م ٠ کال
نن مې دا حالت راته بل شان ښکاری
زوړ شوم که کمزوری مې توان ښکاری
ژوند مې شو بدل که دی حالات بدل
سیرد زندګۍ راته بل شان ښکاری
ژوند په هر منوال په تیریدو کې دی
څوک ترینه راضی څوک پښیمان ښکاری
تل به په عزت او د ویاړلو وی
چاته چې سپیڅلی یې ارمان ښکاری
مینه او احساس زړنو ته لار لری
بې مینې جهان راته زندان ښکاری
مینه څوک ګناه که عبادت ګڼی
بې مینې کمزوری د ایمان ښکاری
ستره وجیبه ریښتنې مینه ده
ټګ په زړه کې کله مسلمان ښکاری
تیر شولو عبث لاړ دځوانۍ عمر
ځکه مې په اوښکو لوندګریبان ښکاری
————-
سمیع الدین افغانی
١۹ – ١٠ – ٢٠١۴
م ٠ کال
درود به سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و مثل همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر