د ګران افغانستان
تاریخ نشر شنبه ۱۵ نوامبر ۲۰۱۴ هالند
د ګران افغانستان
سمیع الدین افغانی
١۵ – ١١ – ٢٠١۴
م ٠ کال
دښکلو منظرو وطن دا زړه د اسیا دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
د سولې د جرګو وطن میراث مو دبابا دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
د سولې د ورورۍ لاسونه ور کړو یوتر بله
اباد کړو وطن خپله
ننګرهـــاره تر زابله
هرات نه تر کابله
لغمان تر سرې پله
بیا رسو تـر منزله
د سولې د جرګو اوهم غږۍ وطن زما دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
ویاړلی تاریخونه کندهار کې لا ژوندی دی
دا ویاړ مو دهستی دی
وګړی یې زمـــری دی
با عـــزمه میړنی دی
دښمن د هر پردی دی
میرویس نیکه لمسی دی
پامیر په جګه غاړه مفتخر بام د اسیا دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
هر خوا په هره سیمه دا وطن جنت نشان دی
کندوز کـــه بــدخشان دی
هلمند کـــه ورزګــان دی
پنجشیر که نورستان دی
بادغیس دی که بغلان دی
په موږ باندې ډیر ګران دی
سیندونه یې ښه ښکاری دغه شین چمن زما دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
د بلخ ام البلاد د زوړ او ځوان دغه وینا ده
دا ملک مو دبابا ده
میراث زما او ستا ده
زموږ د زړه دنیا ده
څه ښکلې یې هوا ده
خوږلنه یې فضاده
زموږ د ګران وطن هر یو منظر رڼا رڼا دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
******
زموږ د هرې سیمې هیوادوالو دا دوعا ده
کنر کـــه پکتیـــا ده
بادغیس که کاپیسا ده
فاریاب که پکتیکا ده
غزنی ده کــه فراه ده
پیشرفت یې مدعا ده
یووالی ، ورورګلوی په افغانی احساس بنا دی
هر بوټی یې کیمیا دی
د ګران افغانستان
——————-
سمیع الدین افغانی
١۵ – ١١ – ٢٠١۴
م ٠ کال
درود به سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است. خوشم آمد . موفق باشید . مهدی بشیر