لغمان کې ۱۰۰ تنه ځوانانو
تاریخ نشر شنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۳ – ۱۳ دسامبر ۲۰۱۴ کانبیرا- آسترالیا
لغمان کې ۱۰۰ تنه ځوانانو د بشری ارزښتونو، اصولو او ځوانان د رویو د تبدیلولو استازو په توګه درې ورځنی سیمینار واخست
عزیز الرحمن ذکی
د ۱۳۹۳ کال د لړم په وروستۍ اوونۍ کې د لغمان ولایت ۱۰۰ تنه ځوانو رضاکارانو د لغمان سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو په روزنیز کلوپ او د لغمان مرکز اړونده لیسو او د لغمان عالی دارالمعلمین کې د بشری اصولو او ارزښتونو او ځوانان د رویو د تبدیلولو استازی ۳ ورځنی ورکشاپ چې ۱۴ موضوعات پکې شامل و واخسته،موضوعات یې پدې ډول دی:
بشر پالنه، ناپیلتوب، ناپلوی، خپلواکی، د خپلې خوښې خدمتونه، یو والی، نړېوالتوب ، ټولنیزګډون، په افغانستان کی د تبعیض نشتوالی او تو پیرونو ته درناوی، د جنډر اړیکې، په افغانستان کی د تاوتریخوالی نشتوالی او دسولی د فرهنګ ترویج، فعاله غوږ نیونه، د شخړو پرته غوږ نیونه او اوریدنه او منځګړتوب.
ټریننګ د یاد پروګرام د ټرینرانو له لوری هر یو مصباح الله مسلم، انصار الله خنجر، حامد، شیما، تلوسې، ملیحې او نبیلا له لوری ورکول کېده او د څارنېاو نظارت چارې یې د ماسټر ټرینرانو هر یو اجمل همدرد او عزیزالرحمن ذکی او له لوری ترسره کېدې.
ذکی عزیز ، گزارش عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر – کانبیرا – آسترالیا