په نجم المدارس کښې ادب پالنه
تاریخ نشر پنجشنبه سوم ثور ۱۳۹۴ – ۲۳ اپریل ۲۰۱۵ هالند
په نجم المدارس کښې ادب پالنه
پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »
مولوی محمد « سعید افغانی » ، لس کاله د نجم المدارس د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بی شاعرانه ویښ چاپیر یال د هډی په تاریخی کلی کښی او سیدلی دی ، چیرته چه د هیواد د مشهور عـالم مولانا نجم الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .
مولوی سعید افغانی د مدرسی شاګردان لیکوالی ، شعراو ادب ته هم تشویقول او هغـوی روزل . د د ه په توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼی او مجلــی پاڼی د نجم المدارس د شاګـردانو او استادانو په مقالو او شعـرونو ډکیدلی .
په دغه وخت کښی مولوی سعید افغانی د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ، په پښتو ژبه ، یوه اوه نیزه قلمی جریده هم چلوله چه مسوؤلیت یی د ده په غاړه وه .
د دی جریدی لومـړی ګڼه د ( ۱۳۳۷ هجری شمسی ) کال د میزان په ۳۰ مه خپره شوی ده . دا ګڼه او ځینی نوری ګڼی یی هم دا اوس زمونږ په لاس کښی دی او د قلمی جریدو ډیر ه ښه بیلګه ده .
په نجم المدارس کښی د مولوی سعید افغانی د مدیریت وخت هغو کلونو پوری ارتباط لری چه د ویښ زلمیانو ډله خوره شوی وه ، مګر ؛ د هغو مرام لا د لیکوالی په ډګر کښی او د لیکوالو په ذهن او ضمیر باندی نفوذ او تسلط درلود .
د پښتنواو بلو څو ورونو دملی آزادی د سرنوشت د ټاکلو موضوع د ورځې موضوع وه. د ننګرهار په ادبی چاپیریال ، د ننګرهار په ورځپاڼه او مجله کښی او د نجم المدارس په مدرسه کښی د غو خبرو څرګند ځای درلود .
د مولوی سعید افغانی په برکت په نوموړی مدرسه کښی د لیکوالی کار ښه رونق وموند ، په دغو وختونو کښی زه هـم د ننګرهار د مجلی مدیر او د ورخپاڼی مرستیال وم او په نجم المدارس کښی می د ادب ، شاعری او لیکوالې له انکشاف سره مرسته کوله .
زما ښه په یاد دی چه په ملایانو کښی چه به چا خط زده کاوه ، نو د ځینو طالبانو او ملایانو له خوا به د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب » به نه بلل کیده .
د دغسی کسانو په باب به تل دوی ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط یادوی .. » دا د پردو ، په تیره بیا د انګریزی استعمار او امپر یالیزم دپټو سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبی دینی عالمان به یی له خط او کتابت او په دی وسیله له ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل .
همدارنګه د خط او لیکوالی نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ، کار او مشغولیت یوازی په تدریس ، موعظو او امامت او کله لا په دم او دعاء چف او کف منحصر شی .
د لیکنی او تالیف مهم او اساسی علـمی کار تری پاته شی او دینی یو هنې زیات او منظم پر مخ تګ او انکشاف ونه کړی .
په دغسی ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغانی په شان فاضلو پوهانو قدر وړ ملی ، اجتماعی او فرهنګی خدمتونه سرته رسولی دی.
نو موړی به هڅه کوله چه د مدرسی د طالبانو تر مینځ د شعر او ادب کار او سرګرمی زیاته شې . لیکنی وشی ، او د مدرسی په جریره او دننګرهار په مجله او ورڅپاڼه کښی خپری شی . کنفرانسونه جوړ شی …
پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپانی او مجلی ته ډیری ښی مقالې لیکلی . په دغو مقالو کښی « ننګرهارته یوه کتنه » دیادولو وړ ده .
بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخی پیښو او اوسنی وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره لیکلی وه .
همدا رنګه د ننګرهار ددینی عالمانو د پیژندنې په لړ کښی د ده یوه په زړه پورې تحقیقی مقاله خپره شوی ده . په دی مقاله کښې دهغه وخت د ننګرهار د ولایت « اوسنی ننګرهار ، کونړ او لغمان ولایتونه » دینی عالمان معرفی شوی دی .
عبدالله بختانې « خدمتگار »
خیرخانه مینه ــ کابل
درود به جناب محترم پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار » خاطره زیبا و عالیست . روح شادروان مولوی محمد « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش. موفق وزنده باشید . مهدی بشیر