ځاې به وی یاران به نوی .
تاریخ نشر سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ – ۱۶ جون ۲۰۱۵ هالند
ځاې به وی یاران به نوی .
الحاج نجم الدین « سعیدی »
رنګا رنګ ګلان مې ولیده باغو کې .
په رنګو باندې رنګ رنګ خپلو ښاخو کې .
هر یو ځان لره ښکلا لرله ښکلې .
که وه سپین یا که زیړ یا نور رنګو کې .
هر یو ګل به د خپل ځان ښکلا صفت کړه .
د زمان په تیر یدو او ورځو شپو کې .
وخت لا نه وه چې خزان پرې باندې را غې .
د با غو ځینې نیولې هم په غرو کې .
ټول د عمر و آخر ته قدم کیښود .
ځاې ئې وه خو یاران نه وه په حجرو کې .
دبرول شار جرمنی
(۱۱-۰۶-۲۰۱۵ )
تشکر از جناب الحاج سعیدی عزیز ، سروده زیبا و عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر