نشته
تاریخ نشر دوشنبه هشتم سرطان ۱۳۹۴ – ۲۹ جون ۲۰۱۵ هالند
نشته
الحاج نجم الدین ( سعیدی )
*********
نشته ده خوښی وطن کی ځکه چی رڼا نشته .
واک دې د پر دو پلاس کی ستر ګو کې حیا نشته .
***
کور په کور ویرونه دی ناست دی د اولاد سر ته .
خان صاحب مستی کې ډوب سترګو کی ژړا نشته .
***
یو ته ئې وزارت رسی بل ته ئې صدارت رسی .
خاورې د یتیم په سر درد ته ئې دوا نشته .
***
دا داړه ماران ګوره بل جیبو ته ئې ستر ګې دی .
خلکو باندې څه راځی د دوی پکې پروا نشته .
***
غږ دی که را وه ویسته نیغ دې په تندی وهی .
څه بې انصافی شوله د ظلم ئې انتها نشته .
***
بس کړه ای سعیده ته څه نارې سورې وهې .
څومره بی علمی شوله هیڅ صحیح ملا نشته .
***********
نجم الدین ( سعیدی )
عالیست جناب الحاج نجم الدین ( سعیدی )عزیز ، زنده وسلامت باشید. مهدی بشیر
د ۲۴ ساعته سایت د ټولو کار کونکو څخه تشکر کوم چې زما مطالب په خپل وخت او زمان کې نشر ته سپارې .او مهدی بشیر ورور څخه مننه چې په نشر د مطالبو کې ور سره هیڅ خنډ او خار ( نشته ) په مننې . نجم الدین ( سعیدی )
برادر گرامی سعیدی صاحب سروده بسیار عالی