مرګې چې کله راشی !
تاریخ نشر شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ – چهارم جولای ۲۰۱۵ هالند
مرګې چې کله راشی !
الحاج نجم الدین « سعیدی »
*******************
هر څو چې مال دولت او دارائې ئې په دنیاء شی .
کومک به ور له ونکړې مرګې چې کله راشی .
جسد ئې کړې ور پورته هدیرې په لور ئې یو سې .
ټول خپل خپلوان ترې لاړ شې هست بود ئې ټول پناشی .
مر گی چی کله را شی !
پیدا کړې خداې دنیاء کې اشرف المخلو قات .
سجدو کې درته پرې وتې ملکې په کرات .
ابلیس که سجده ونکړه شو ختم ئی در جات .
ته څنګه ځان انسان بولې مقام ته دې خپل شاشی .
مر ګې چې کله راشی !
انسان شریف انسان وه خو شیطان لعین تباه کړ ه .
د مال دولت لپاره ئی ګنا هونه ټول په شاه کړه .
د نفس په خوا هشاتو کې د ژوند مسیر خطاء کړ ه .
مشکل به هله ګورې چې د خپل پردو جدا شی .
مر ګې چې کله را شی !
****************
نجم الدین ( سعیدی ) ٢٠١۵ / ٧ /
جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی ، تشکر از سروده زیبا تان . باز هم مانند همیشه زیبا و عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
تشکر برادر گرامې مهدی بشیر از لطف و بزرگوارې تان کامیابې وموفقیت شما آرزوبنده است . نجم الدی سعیدی