زه شاعر نه یم .
تاریخ نشر یکشنبه سوم اسد ۱۳۹۴ – ۲۶ جولای ۲۰۱۵ هالند
زه شاعر نه یم .
الحاج نجم الدین « سعیدی »
*******
شاعر رڼا د علم فن ، عقل حکمت پسې ځی .
د قام ملت د اتحاد ملی وحدت پسی ځی .
د ژو ندانه و هر مدار ته یوه نوی نغمه .
د خوار غریبو د حالا تو حرکت پسې ځی .
کله محبو بی او ګلا نو د ښکلا خبر ی .
کله د کونډو یتیما نو د غربت پسې ځی .
کله صا لحو نیا کانو د زړو لار لټوی .
کله ایمان د خا وندا نو عمارت پسې ځی .
تل د وطن د آبا دې لپاره ښه سو چونه .
کله ښایسته او پاک قصروکې سکونت پسې ځی .
کله دشعرپه سمندرکې دوطن خد متګاران ستائې .
کله د خیر د خاوندانو رسم و عادت پسې ځی .
تو ر ما ښا مو نه د فقیر و او یتیم ژ ړا وې .
کله شبنم کله څیلې بر یښناء شدت پسې ځی .
کله د ګل او د بلبل او د ښکلا سند ر ې .
کله لیلا کله دور خو و خوږ وصلت پسې ځی .
کله ژړا په خلکو کاندی ګریوان لوند په اوښکو .
کله یا رانو خوږ مجلس و ګرم صحبت پسې ځی .
سعید ئې واړه ښه احساس او احساسات د شاعر .
کله ئې ژړا ، کله ئې خندا او لوړ همت پسې ځی .
***
( نجم الدین سعیدی )
درود به جناب نجم الدین سعیدی ، سروده عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
مهدې بشیر وروره زه شا عر نه یم چې د شعر په ژبه دې وستایم ستاسو د مهربانې او مینې څخه مننه د پر ور دګار څخه تاسو او همکارانو ته مو د ښه ژوند او اوږد عمر غوښتنه کوم الله مو کا میاب لره . نجم الدین سعیدی