حقیقی دونیا
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ هشتم اکتوبر ۲۰۱۵ هالند
حقیقی دونیا
سمیع الدین افغانی
څومــره د مینې او صفــا دونیا ده
بې سالوسۍ چــې د هرچا دونیا ده
تل به اخلاص او محبت کــې پایې
په هغه زړه کې چې رښتیا دونیا ده
چې بل تــه شر ځانلـه ارام لټوی
د داسې خلکو نــا روا دونیا ده
په ځان مغروره بې خبر دی له دې
چې دا نیمګړې بې بقا دونیا ده
دلته فــرصت لا د ښېګڼو کــم دی
نه د کینې، بخل او جفــا دونیا ده
یو خوږ خبر به چیرته کله واورې
هلته ته چې حرص او د دونیا دونیا ده
ژوند د اخلاص اوورور ګلوی ښکلی دی
د کوم ماحول چې بې ریا دونیا ده
چې انسانیت پــه نوم رسیږی بل ته
دا حقیقی د رب رضــا دونیا ده
—————————— —
سمیع الدین افغانی
۸ -۱۰ – ۲۰۱۵
م ۰ کال
درود به محترم سمیع جان افغانی ، بازهم سروده عالی و مانند همیشه مملو از احساس است . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر