۲۴ ساعت

09 نوامبر
۲دیدگاه

د بر کلی ګدر

تاریخ نشر دوشنبه  ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ –  نهم   نوامبر ۲۰۱۵ هالند

د بر کلی ګدر

شاعر: سمیع الدین افغانی

د بــر ګــدر د چنارونــو خــوږ منظر دی

څه ښکلی مازیګر دی

لیلا ګدر ته ځینه

منګی یې شین په سر دی

سړې اوبه راوړینه

******

ده انتظار د ګدر لار کې

سور شال په سر ډول ، سینګار کې

زړګی یې نشته په اختیار کې

هر څه ترې هیر دی په تلوار کې

د یار بیلتون یې په زړګی کړی اثر دی

څه ښکلی مازیګر دی

لیلا ګدر ته ځینه

منګی یې شین په سر دی

سړې اوبه راوړینه

******

دا بــر ګـدر دی لارې لارې

 همزولې ټولې ترینه لاړې

وایی راځه که دیدن غواړې

ورسته به څه راپسې ژاړې

د پلو لاندې پټ کاته یې په هنر دی

څه ښکلی مازیګر دی

لیلا ګدر ته ځینه

منګی یې شین په سر دی

سړې اوبه راوړینه

******

دیار په مینه باندې پایی

جانان په مینه ، مینه ستایی

وایی ځوانی ورسره ښایی

مین په مینه کې رسوا یی

په محبت یې غړولی بال او پر دی

څه ښکلی مازیګر دی

لیلا ګدر ته ځینه

منګی یې شین په سر دی

سړې اوبه راوړینه

******

تر غنم لوه ورځې شماری

اشنا راتلو ته لارې څاری

  سپین مړوندو ته بنګړی غواړی

سور شال یې ښه ورسره ښکاری

د مینې لار کې افغانی یـې د زړه سر دی

څه ښکلی مازیګر دی

لیلا ګدر ته ځینه

منګی یې شین په سر دی

سړې اوبه راوړینه

————-

سمیع الدین افغانی

١١١٠٢٠١۴

م ٠ کال

https://www.youtube.com/watch?v=i-KLEwTN1cA

 

۲ پاسخ به “د بر کلی ګدر”

  1. admin گفت:

    درود به جناب سمیغ جان افغانی ، سروده زیبا و مانند همیشه عالی و خواندنیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیز

  2. tashkor akay zafar sahat wa tol omray shoma arzoay mast

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما