دا څنګه زړه دی ؟
تاریخ نشر سه شنبه ۲۴ قږس ۱۳۹۴ – ۱۵ دسامبر ۲۰۱۵ هالند
دا څنګه زړه دی ؟
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
په دی زړه کښی دننه د اور سکروټی او لمبه ده ، د دی اور د سکروټو د لمبو تاو ډیر شدید دی ، دا تاو کولی شوی چی فولاد هم ولی کړی .
خو وی نه کړی شول چی د پاخه تصمیم د خاوند د غوښو زړه له مینځه یوسی او یا یو ویښته منفی تاثیر ورباندی واچوی ، نو په دیاساس دا زړه له فولادو څخه هم قوی دی او هم د دی زړه د فولادی عزم او تکل دلیاری کیدی شی چی هغه هیلی او هڅی ښی تر سره شی کومی چی سست عنصرو خلکو به ناشد ، ګڼلی .
دا هیلی او هڅی که څه هم ډیری پاکی هیلی او هڅی وی او د عمومی منفعت د تامین لپاره ئی پوره ارزښت در لوده خو ارمان چی په کلو کلو د نا مساعد شرایطو په اثر لکه د مصری تور ی په شان په بد غلاف کښی زنګ شوی دی .
شکر اوس ددی توری غلاف زرین شوی دی ، دا توره د زنګ د دورو څخه ووتله ، دا توره اوس ښه تیره شوی ده ، ښه اور ورته ورکړی شوی دی . په خوائی هم کارکولی شو، خو په بد کیتی کښی پرته وه ، اوس ئی کیتی ډیر ښه او تیزوالی ئی د پخوا په نسبت څوچنده دی .
د خلکو لاس اوس په همدغه توره دی او دپخوا په شانی نه دی چی هسی خوښ بی لاسه استین به وی ، دا توره د ښه استعمال لپاره تیاره ده او د دښمنانو په مقابل کښی د تجاوز په صورت کښیضرور استعمالږی ، نور په دی توری مظلومان نشی وهل کیدلی او نه دا توره د ظالم او غاصیب په لاس کښی ورتلی شی. همدا وجه ده چی ورځ په ورځی د امید واری اندازه ئی زیاته او ناشد کارونه تر سره کیږی .
دا زړه اور نه لری ؛ او د پوره عاطفی له لیاری غواړی چی د خلکو ژوند ښه او په دی روان قرن کښی دغه پاتی قافله په لږه موده کښی تر مطلبه پوری ورسوی .
دا زړه که څه هم ډیر ځوریدلی دی او د ځوریدو زیاتی لیل او نهار ورباندی تیر شوی دی خو بیا هم د عشق ، وجد او جذبی اندازه ئی قوی ده او د تاثیر اچولو برخه ئی هم پوره قوی او غښتلی ښکاری .
د دی زړه په دننه پردو کښی د ډیرو مترقی او انقلابی افکارو ذخیره پرته ده او د نوی عصر ټولو ټکولو انسانی غوښتوته هڅه او تمایل لری او حتمآ غواړی چی په زړه پوری تحول ، تطوراو بدلون راولی ، دا هغه تحول ، تطوراو بدلون دی چی په کلو کلوئی زمونږه پلرو، پرګنو او وطنوالو هیله او ارمان در لوده او په دی لیاره کښی ډیری قربانی ورکړل شوی دی .
دا زړه نه ستومانیدونکی هلی ، هڅی او هیلی لری !
دا ټولی هلی ، هڅی او هیلی هسی عادی هلی ، هڅی نه دی؛ بلکه د دی هلو ، هڅو او هیلو قیمت او ارزښت په یوه لویه لابراتوار کښی ، د عمومی اجتماعیښیګنو په اساس اټکل او تخمیندی شی .
د دی زړه هڅی او هیلی د ورځو په تیریدو ، پخی شوی دی او د عمل میدان ورته ښه برابر دی هو :
هغه ورځی تیری شوی چی اجتماعی هیلی اوهڅی به ګناه ګڼل کیدلی او یا دښو هیلو اوهڅو خاوندانبه ربړیدل . نو په دی اساس ؛ ښه تدبیر دادی چه په ډیر منطقی تعقل او سالم تفکر سره د انسان د زړه د ارمانو او د هغه د سعادت او آرامی لپاره ؛ ډیر متین او منظم خیرخواهانه ګامونه وچت او عملی شی .
سعید افغانی
روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ،مقاله زیبا و عالیست . تشکر از دوست دانشمند محترم برهان الدین سعیدی . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
دوست محترم و برادر بزرگوار بشیر صاحب !
یک جهان تشکر از لطف و محبت دایمی شما ، از درگاه الهی برای شما و فامیل محترم صحت ، سلامتی و موفقیت استدعا دارم .