د ژوند هدف !
تاریخ نشر شنبه دهم دلو ۱۳۹۴ – ۳۰ جنوری ۲۰۱۶ هالند
د ژوند هدف !
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ژوند د څه د پاره دی ؟
که ژوند بی کاری وی، نو مرګ څه شی دی ؟
ژوند واسطه ده ، او که غایه او هدف ؟
ژوند ښه دی، او که مرګ ؟
زما په فکر ډیر ژوندی دی چی د نورو ژوندیو برخه خوری، بالعکس ډیر داسی خلک مړه شول چی د هغو د ژوند د ګټو او فائده و څخه تر اوسه خلک استفاده کوی .
حقیقتآ چی د ژوند په راز هر څوک نه شی پوهیدلی !
ژوند یوه لوبه ده ؛ په دی لوبی کښی سر بیره په منډو او ترړلو په سلهاو او زرهاو هلی او ځلی هم شته دی .
نو ژوند ته باید په عادی او سرسری نظر و نه کتل شی ، او نه دومره باید د غور وړشی چی د یو با افتخاره مرګ نه مهم وګڼل شی .
د ژوند هدف :
څیړنه ، تجربه او مشوره د ژوند مزیت زیاتوی !
جنبش او حرکت ، جدیت او فعالیت ، د ژوند معنی ده !
نو لازمه ده چه :
ــ انسان په سالم منطق او طریقه ، د الهی نعماتو نه په ښه او په تعادل ټوګه خوند او لذت واخلی . ــ په عباد ، پرهیزګاری او نیکو اعمالو ، ځان د رستګاری خواته ورسوی .
ــ د اجتماعی پرمختګ او د بشریت د خیر او سعادت په مقصد ، هلی او ځلی وکړی .
زما عقیده : د انسان د رسالت غوښتنه داده چی ، خلک د حق او حقانیت په رڼا کی ژوند وکړی او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه او وړه په همدغه اساس عیار کړی .
سعید افغانی
کابل ـ ۱۳۵۶ هجری شمسی
روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیب شان . مطلب جالب وعالیست. تشکر از دوست دانشمدم محترم برهان الدین سعیدی . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
برادر بزرګوار و دانشمند بشیر صاحب !
سپاس از لطف و محبت دایمی شما ؛ الهی شما را با فامیل محترم خوش ، خوشحال ، صحت و موفق داشته باشد . برادر شما سعیدی