نشته
تاریخ نشر پنجشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۴ – دهم مارچ ۲۰۱۶ هالند
نشته
الحاج نجم الدین « سعیدی »
*******
دومره غمونه مې په زړه دې چې حساب کې نشته .
نه د قلم د زړه توان ، هم په کتاب کې نشته .
وا ړه ما حول مې د دنیاء په زوا هرو ککړ .
نه مې د ورځې آرامیش هم مى په خواب کې نشته .
نه د طبیب ورته چاره نه هم ملا په تعویض .
نه په خندا کې مې اثر نه هم رباب کې نشته .
نه د وطن په ور شو ګانو کې د مینې یا ران .
نه د هجران اود هجرت په وران ګرداب کې نشته .
چیر ته زه لاړشم چا ته وسپړم د زړه زخمونه .
نه هه د مینې یا رانه ، نه زړه په تاب کې نشته .
سعیده هرې خوا چې ګورم ما یوسی په وطن .
نه کوم زعیم نه هم در دو نو ته جواب کې نشته .
**************
۲۰۱۵ / ۹ / ۲۲ / برول جرمنې
درود به جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، سروده زیبا و مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر