اسلام د ادب او د اخلاقو دین دی
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ – پنجم می ۲۰۱۶ هالند
اسلام د ادب او د اخلاقو دین دی
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
څومره چه د اسلام د مقدس دین پر متعلق د نویو علومو د انکشاف توجه او ښتی هغو مره دا حقیقت روښانه شوی دی چه اسلام ښه داداب او د اخلاقو د تربیی دین په دغه مقدس دین کښی د ټولو طبقاتو حقوقو د تامین د پاره محفوظ ساتل شوی دی او یو تربله د متقابل احترام ساتلو او ښه سکوک د پاره ډیر پاخه او قوی اساسونه لری .
په دغه دین کښی د اقربا وسره د صلی او علاقی باریک رمزونه شته او د دوستانو او آشنایانو سره د مینی په لیاره د ګډو اهدافو منځ ته راوستلو د پاره په کښی قوی راز موجود دی.
اسلام د عمومی اوضاعو او دعامو خلکو سره د ښه ژوند کولو قوی خیال ساتلی دی او د یو مکمل ادبی او اخلاقی ژوند د برابرولو د پاره په کښی پاخه اساسونه شته دی، کوم ادب او اخلاق چه د اسلام په مقدس دین کښی په ټول کم او کیف سره د خلکو د خیر او سعادت د پاره لیدل کیږی ، په دی اندازه په بل هیڅ کوم دین کښی په لاس نه راځی .
د پلار او د مور د حقوقو لحاظ ساتل ، د مشرانو احترام ، دلویانو قدر او تعظیم، ورور سره صله او عاطفه ، د ملګرو سره صداقت ، د همسایه ګانو سره ښه سلوک او ګذاره ، د عاجزانو سره مرسته او تعاون، د مصیبت او تکلیف په وخت لاس ورکول، د خوراک او څښاک نورو حیاتی مسایلو کښی اعتدال ، عمومی حقوقو د تقویی د پاره توجه او دا او داسی نور اداب او اخلاق د اسلام پر مقدس دین کښی هیڅ کله خپل ادبی او اخلاقی اعتبار دلاسه نشی ورکولی .
په اسلام کښی د نفرت، عداوت ، کینی او حسد ټولی ریښی ایستل شوی دی او دین د محبت او همکاری د تامینولو د پاره پوره پوره توجه کړی ده .
اسلام د کبر او غرور سره مجادله کړی ده او له دغی لیاری څخه غواړی چه خلک د ورور ولی او برابری په فضا کی ژوند وکړی.
په اسلام کی د عفوی او ګذشت او د بیا بیا پیوندلو د پاره لیار ښونه او تشویق شوی دی او د دی لیاری څخه غواړی چی اجتماعی شیرازه باید قوی وساتله شی.
په اسلام کښی د خبرو او وینا د پاره حدود معلوم شوی دی او د ژبی د اصلاح کولو د پاره پوره توجه شوی.
د اسلام مقدس دین د علم او پوهنی د پاره عمومی توجه اړولی ده او د عقل او دلیل د لیاری څخه غواړی چه خلک خپل ژوندنه ښه استفاده وکړل.
اسلام کوشش کړی دی چه د خلکو مدنی ، اقتصادی ، سیاسی ، ثقافتی ، ادبی او اخلاقی ژوند په داسی پایو اتکا و لری چه هغه د انسان اصلی د طبیعت او استعداد سره برابر او د عمومی مصالحو د تامین د پاره مفید واقع شی .
اسلام د وهم ، وسواس او بی مورده ګمانونو طرفدارنه دی ؛ او د پوره دقت پرلیاره کی غواړی چه حقایق روښانه او د خلکو حیاتی مشکلات لری شی .
اسلام د عفت ، تقوی، پاکی او نظافت طرفدار دی ؛ غواړی چه د خلکو ژوند په ظاهر او باطن کی پاک او سوچه وی.
اسلام د اسراف او تجاوز طرفدار نه دی ؛ غواړی چه خلک دی باید په هر څه کښی د اعتدال لحاظ قوی وساتی.
اسلام د غدر او خیانت سره مجادله کړی ده ؛ غواړی چی خلک دی یو تر بله د تکالیف او مشقت موجب ونه ګرځی .
نو په دی اساس که څوک د اسلام مقدس دین تر پوره عمیقی مطالعی لاندی را ولی ، د ادب او اخلاقو کامل او مکمل دی. او د هغه څخه په استفادی سره د نننیوعلومو په اساس د حقیقی او واقعی ژوند برابرولو لیاره پوره ارزښت لری.
راځی چه مونږ د اسلام د دین د ادبو او اخلاقو څخه ځان پوره واقف کړو؛ تر څو وکړی شو د ځان او د خلکو د سعادت په لیاره کښی ، د ښوخدمتونو مصدر وګرځو.
و من الله التوفیق
سعید افغانی
کابل ــ ۱۳۵۵ هجری شمسی ــ کال
روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش . تشکر از برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین « سعیدی » موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
سلام دوست معظم ودانشمند بشیر صاحب !
ممنون از لطف و محبت همیشګی شما ، از صمیم قلب برای شما و فامیل محترم صحت ، سلامتی و موفقیت ارزومندم دارم . بااحترام سعیدی