لورنه
تاریخ نشر شنبه اول عقرب ۱۳۹۵ – ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۶ – هالند
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
وائی : زما لورنه د دی موجب شوه چی د ځوانانو او مترقی قشرونه لورنه می جذبه کړه ، د اعتماد مورد وګرځیدم ، یو تربله ارتباطات قوی شول ، د افکارو تبادله پیدا شوه، په مشترکو وجوهو و غږیدلو ، تصمیم مو ونیوه چی د ګډ دښمن د لری کولو لپاره لازم اقدامات وکړو .
وائی : زما لورنه د ایثار او قربانی درجی ته ورسیدله ، حاضر شوم چی د عمومی ښیګڼو د تامین په لیاره کښی په سرښندنی هم ډیل نشم ، هر څه د لاسه ورکوم خو صادق او مخلص اشنا او ملګری د لاسه ونه باسم ، په ظاهر او باطن کښی د مخلص اشنا لپاره په یوه رنګ او رسم اوسم ، دهغه منفعت خپل منفعت و ګڼم او دهغه ضرر خپل ضرر حساب کړم ، د هغه په موجودیت کښی خپل موجودیت او دهغه په فنا کښی خپله فنا وګورم .
وائی : زما لورنه د دی موجب شوه چی اوس دهغه د زړه په پټو رازونو پوه شوم ، هغه زما سره د زړه راز وایی ، هغه زه په هغه څه پوه کړم کوم چی زما او یا د دواړو او یا د ټولو لپاره تاوان او منفعت لری ، هغه زما لپاره زما د نیمګړټیا و د ښودنی آینه او روښانه هنداره شوه او زه د هغه د زړه ستن او د اعتماد او اطمینان موجب وګرځیدم همدا وجه ده چی زه او هغه په ګډه کوی شو د خپلی مخی څخه د ژوند خنډونه لری کړو او دواړه په یو اتفاق مخ په وړاندی د راتلونکی دنیا د جوړولو لپاره حساسی او مثالی هڅی او هیلی ترسره کړو .
وائی : زما لورنه د دی سبب شوه چی زمونږ د فعالیت ساحه ارته کړی ، د تشکل وسایل برابر او د مخلصو ملګرو تعداد او شمار زیات شو .
حقیقت دادی چی لورنه د اجتماعی ژوند د جوړولو لپاره مهم اساس دی ، نوی ژوند دا حقیقت پوره کشف کړی دی چی اجتماعی ژوند جوړول مخلص لورنی ته ضرورت لری ، ګډ ژوند ګډی لورنی ته احتیاج حسوی او ګډ لورنه د ارمانونو د پوره کیدو لپاره بهترینه وسیله ده .
داهم واقعیت دی چی خلک اوس هم بی له کرامت څخه په چانه ټولیګی او د دی عصر مهم کرامت دا دی چی که څوک غواړی د یا دونی څه وکړی باید اول په خپله ځان کښی د واقعی لورنی استعداد ته په زړه پوری وده او تبارز ورکړی
په یاد ولری چی د لورنی پورته مقام دا دی چی :
ــ لورنه د بدلی اخستلو په طمعی کښی بی تاثیره نشی .
ــ لورنه باید پی ګیره وی او دیر اختیار زمینه ئی برابرشی .
ــ لورنه باید په بل باندی د احسان اچولو له رنګ څخه پاکه شی .
ــ لورنه باید د خپل ځان د ښودنی او جاه طلبی له مفکوری او عمل څخه سوچه شی .
په یاد و لری چی:
ــ لورنه باید د اجتماعی منفعت د تامین په اساس وی ، د حقوقو د پیژندنی راز ولری او د توان او طاقت له اندازی څخه پورته او ښکته سرایت و نه کړی .
د مخلص لورنی مهم شرط دادی چی که د ملګری له خوا لږ احسان در سره وشی په ډیر به ئی حسابوی او د خپل ډیر احسان حساب به له ځانه سره نه نیسی .
لورنه باید د اجتماعاتو د اهمو او مهمو مشکلاتو او لانجو په لری کولو کښی اساسی او بنیادی خدمت وکړی .
اوس په دی شرایطو کښی زمونږه لورنه باید د مترقی پروګرامونو د تطبیق په هڅه خپل تاریخی مسوولیت ته پوره پام ولری او په ګرندی معقول او متین قدم د وطن د پر مخ تګ او اعتلا په لیاره کښی په زړه پوری وظایف او لازم خدمات ښه انجام او تر سره کړی .
واقعی لورنه وائی چی فرد باید خپل منافع د اجتماع د منافعو په ترڅ کښی لاس ته راولی او قومی او ملی او اجتماعی اصلاحات د پوره پاملرنی لاندی و نیسی .
****
سعید افغانی
۱۳۵۶هجری شمسی ـ کابل
درود به دوست و برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین سعیدی ، روح مولانا سعید افغانی شاد و جنتها نصیبش . انتخاب زیبا و عالیست. موفق باشید.
مهدی بشیر