په ډو بید و کې وینم
تاریخ نشر سه شنبه چهارم عقرب ۱۳۹۵ – ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۶ – هالند
په ډو بید و کې وینم
محترم الحاج نجم الدین « سعیدی »
**************
د آشنا مینه ورځ په ورځ په کمیدو کې وینم .
د ژوندون لیاره سترګورپ په ختمیدو کې وینم .
هه پخوانې شور او مستې دې نور په شان کې نشته .
کړوپ ، کړوپ روان ئې لاس او خپې دې رپیدو کې وینم .
څه به کړې هغه مال دولت چې اوس خوړې ئې نه شې .
او دې وجود ګوره چې ټوله ورځ رو ژو کې وینم .
که زما اورې اوس دې غمه د سباء ورځې خوره .
رڼاء شوه خلاصه ګوره ورځ تما میدو کې وینم .
سعیده وا خله قد مونه لږ چابک غوندې شه .
د ژوند کشتې دې اوس ورو ، ورو په ډو بیدو کې وینم .
============
نجم الدین سعیدی / ۲۰۱۶ / ۱۰ / ۱۴ برول جرمنې
درود به جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی ، تشکر از سروده تان عالیست . زنده باشید. مهدی بشیر
مننه مهدې بشیره وروره الله دې عزت مند لره صحت او سلامتې در ته غواړم پر ور دګار دې په خپل امن او امان کې لره .