د ژوند قافله
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۵ – دوم فبروری ۲۰۱۷ – هالند
د ژوند قافله
د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
دا قافله په ډیرو خطر ناک مسیر روانه وه او په مخ کښی ئی ډیر خنډونه پراته وو.
هو : کندی ، پرښی ، ګټی ، اغزی ، کراړی ، ماران ، لړمان ، لیوان او د نور و ډیرو خزنده او څیرونکو حیواناتو سره مخامخ وه خو د پوهی رهبری په واسطی ئی و کړل شول چی دغه ټول موانع او عوائق لری او مطلب ته د رسیدو لیاره همواره او سمه کړی .
اوس د دی قافلی د مزل لیاره اوږده ده او د کلو کلو بیرته پاتی کیدو موده ئی ډیره تیره شوی ده نوځکه پوره ګړندی توب ته ضرورت لری او عاقلانه او عاملانه حرکت ورته په کار دی .
اوس دا قافله د ډیری امیدواری سره مخامخ ده او دا قافلی د ټولو ملګرو مرستی او پاملرنی ته ضرورت لری .
دا قافله باید د تیرو درسونو څخه عبرت واخلی او د نوو درسونو پوره خیال وساتی .
دا قافله لکه څنګه چی وی کړی شول چی د خپلی مخی څخه موانع او خنډونه لری کړی همدا شانی ورته په کار دی چی مطلب ته درسیدو وسایل هم برابر کړی .
اوس په دغه مرحله کښی یو داسی ذهنیت باید ولرو چی ټول په ګډه په ټول قوت ، طاقت او مرستی د وطن د آبادی او آرامی په لیاره کښی نه هیریدونکی هاند وباسو او د پوره اطمینان وسایل ډیر کړو .
مونږ هم انسانان یو او د انسان په ټوګه باید د پرمخ تللو قافلو څخه د عبرت درس واخلو .
په دغه مناسبت وایم :
هلته ګوره خلکو څنګه ښه ژوند برابر کړی دی ، د خندا او هوس دنیاه ده .
هلته د کار او کارګر د ټولو هیلو او هڅو ارمان نشته دی .
هلته اخلاقی جرائم د محوه کیدو په حالت کښی دی ، اسباب ، علل او عوامل ئی له مینځه تللی دی نو د اخلاقی جرائیمو د ارتکاب لپاره ضرورت نه پاتی کیږی .
هلته د کورونو ، کالو او خوراک سر شته برابره ده .
هلته د روا هوا او هوس د پوره کیدو لپاره پوره خدمت شوی دی ؛ ولږه ، بربنډ والی نشته ، خلک نه دولیږی څخه مری او نه هم د ډیره مرسته پړسیږی او یا ټنډیږی . بلکه خلک صحی خوراک پیژنی او په صحی ډول خپل ژوند تنظیمولی شی .
هلته داخلی او خارجی امنیت او اطمینان برابر ، د سر لوړی او افتخار د ژوند کولو لپاره ورځ په ورځی مخ په وړاندی حرکت روان دی .
هلته نوی اختراعات او اکتشافات د امیدواری مراحل طی کوی او علم او فن په هر قدم کښی د انسان د آرامی لپاره استخدامیږی .
هلته د بشری طاقت یوه ګړی بی ځایه هدر له لاسه نه ځی ، وخت خپل قیمت لری او قیمت د منفعت په اساس سنجول کیږی .
هلته د ساعت تیری ټول وسایل برابر ، هر څوک د لازم کار څخه وروسته د قانونی ساعت تیری لپاره د رخصتی حق لری او په دغو ورځو کښی د لویو او وړو چوکیو خاوندان د خپل حق څخه استفاده کوی . خپلو قوآ و ته د مه او انرژی ورکوی ترڅو و کړی شی چی د راتلونکو فعالیتونو ترسره کولو لپاره بدنی او عقلی تیاری ولری .
هلته هر څوک خپل اجتماعی مسوولیت ته پوره پام کوی او هرچاته د بشری اجتماعی خدمت کولو فرصت برابر دی، نو هرڅوک خپل استعدادونه په ښه توګه په کار اچوی .
باید ووایم چی : ډیر له په خوا څخه په نوری دنیا کښی او په خاص ډول په خاصو ممالکو کښی د مدنیت قافله مخ په وړاندی لاړه او مونږ د ظالمانو ، بیرحمانو او مستبدانو د لاسه په کلو ، کلو بیرته پاتی شلو !!! زمونږ ملی مبارزین د پر مخ تګ د راوستو په ګناه و ځپل شول خو سره د ټولو ځپلو وی کړی شول چه د خپل ژوند له مخی ظالمانه ، بیرحمانه او مستبدانه ټول خنډونه لری او د دایمی سعادت او نیکمرغی د لاس ته را وړو زمینه برابره کړی .
هو : اوس د خلکو له مخی ټول خنډونه پورته شول او د وطن د آبادی او آرامی لپاره لیاره همواره او برابره ده ، نو په دی اساس داسی هڅه او هیله وړاندی کوم .
ای د هڅو او هیلو طوفانه پا څه چپی و وهه ، د پاتی کیدو په مقابل کښی طغیانی شه ، دغه ټولی شاړی او میری ، دا جږی او لوړی په همت او میړانی آبادی کړه .
ای د خلکو د کلو کلو بندو، مینو او تلوسو :
اوس دا شرایط برابر دی ؛ پام کوی چی بندی پاتی نشی ! نو ونڅیږی ، وښوریږی او یو زبر دست د کار او عمل شور او ځوږ جوړ کړی او دغه پاتی قافله په لږه موده کښی تر سرحده ورسوی .
ای د پلرو او نیکو د آرمانجنو هڅو او هیلو بچیه :
ځغرده شه ، پا څه دغه د کلو کلو تږو ورشو ته د خپل وطن د ځمکی په سر او د ځمکی د لاندی اوبه ورسوه او ورته پورته ئی کړه ، خوړوبه ئی کړه، طبیعی استعداد ئی په کار واچوه ، تولیدی مدارک او منابع دی پوره د استفادی وړګرځوه ، میوی دانی او په زړه پوری حاصل ورڅخه واخله ، مدنیت ته انکشاف ورکړه ، صنعت او زراعت دی جږی مستوی ته ورسوه ، د معدنونو څخه دی فایده لاس ته راوله او تخنیکی فعالیت دی د ضرورت په اندازی وچت کړه ، د ژوند د هری برخی د سمون په خوا متوجه شه او دنیامیکی طاقت دی په کار واچوه .
ای ارمانونو : تر څو به په ارمان کښی پاتی کیږی ، ترڅو به انتظار باسی ، ترڅو به په احتیاط قدم پورته کوی ، ترڅو به د ویری او ډار ژوند کوی ، ترڅو به په دی مساعدو شرایطو کښی هم د خپلو پخوانیو وسواسونو د تاثیر لاندی شپی او ورځی تیروی او د جمود او خمود حالت ته به خاتمه نه ورکوی .
ای د وطن زلمو او ځوانانو : تاسو بختوریی چی د ستاسو د طاقت او قدرت په وخت کښی د وطن د آبادی او آرامی لپاره مساعد فرصت برابر شو ، تاسو د خجالت له ژونده خلاص شوی نو راځه ای د انسانیت ، شرافت او کرامت هیجانه پاڅیږه ، ښه ګړندی او په ټوپو او ترپکو مخ په وړاندی په دغه سمه او برابره لیار سم او برابر شه ، مه ورخطا کیږه تر کهکشانه پوری لیاره درته سمه ، همواره او برابره ده .
زه ورځه د کار غښتلیه ځوانه مخ په وړاندی ورزه بی له ویری ورتلی شی او دپر مخ تللو په مخ کښی دی د ژوند ټول خنډونه او اړیکی له مینځه لاړی . نور نو د فریب کارو د فریب او دوکی په لومو او د مزخرفو سیاست مدارانو د نخرو په سیاست کښی ګیر نشی پاتی کیدلی .
نو بیا هم وایم : مخ په وړاندی زه ، ورځه په سی ورځه !!! تر هغه ورځه چی د پوره حیات د چینی اوبو ، آرامی او اطمینان ته ځان ورسوی او د خیر او شر په مجادله کښی په زړه پوری موفقیت لاس ته راولی .
***
سعید افغانی
کابل ــ خیرخانه مینه
د ۱۳۵۵ هجری شمسی کال
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
درود به دوست و برادر گرامی جناب برهان الدین سعیدی ، روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد ، و یاد سان گرامی باد . مقاله عالیست . تشکر از شما . زنده باشید. مهدی بشیر
سلام دوست معظم و دانشمند بشیر صاحب !
تشکر و سپاس از محبت شما در مورد نشر مضمون مولانا سعید افغانی ، خداوند تعالی برای شما و فامیل محترم خیروبرکت نصیب فرماید ، همیشه خوش ، صحتمند و کامیاب باشید . سعیدی