آخری معیار
تاریخ نشر شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۶ – اول اپریل ۲۰۱۷ – هالند
محترم نجم الدین ( سعیدی )
******
څو مره تلوسه کوی جهان پسی .
پورته تر فلک هم اوم آسمان پسی .
اوه ګزه کفن دی آ خری معیار .
کوز به شی د ځمکی اوم میدان پسی .
***
هلته به نه خپل او نه خپلوان به وی .
نه به دی او لاد او نه یاران به وی .
نه به مال دولت او نه کار وان به وی .
د ټولو عملو به دی پرسان به وی .
***
ګوره په هستی کی چې ځان زیر نکړی .
مال د د نیا ګی کی عقبا تیر نکړی .
نه چی در نه ورکه د ژوند لیاره شی .
غرق شی په مستی کی مر ګی هیر نکړی .
***
څو مره تلوسه کوی جهان پسی .
پورته تر فلک هم اوم آسمان پسی .
******************
نجم الدین ( سعیدی )
۲۰۱۷ / ۳ / ۱۹
تشکر از جناب آقای نجم الدین ( سعیدی ) سروده عالیست. موفق باشید.
مهدی بشیر
مننه مهدی بشیره وروره الله دی عزتمند لره صحت او سلامتی دی غوارم .