د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟
تاریخ نشر شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ – ۲۰ می ۲۰۱۷ – هالند
د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟
لیکوال : مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کوونکی : محترم برهان الدین « سعیدی »
دخلکو پوه کول کوم آسان کار نه دی. علم دیته نه وائی چه هرڅه یاد کړی شی او سړی هرڅه وویلی شی .
عالم دیته نه وائی چه د تخصص کومه پاڼه ولری او یا د شرق او غرب کومی فاکولتی او یا اکادمی ته منسوب وی .
د سیاح او عالم په مینځ کښی هم فرق شته ، مونږ ځکه خلک نشو پوه کولی چه د خلکو د ذهنیت اندازه نشو سنجولی .
ډیر دغټ تاسف خبره دلته دا ده چه مونږ اکثرآ د خلکو د لیاقت اندازه د جامو په برش او طول او عرض کښی او یا د نور فیشن او سینګار په اندازه کښی سنجوو؛ او مونږ سره دا عقیده نشته چه ګوندی په ناداره خلکو کښی به هم چیرته داسی پوه خلک وی چه د بشر د پوره سعادت د پاره د فلاح او رستګاری افکار ولری .
د انسان د پوه کولو چاره داسی نه ده او نه د نجات وسایل دا دی چه مونږ سم دستی په کار واچوی.
مونږ اکثرهغه یادوو چه زمونږ په کار نه راځی ، مونږ په یو شاګرد باندی دیادولو دومره ذهنی فشار راولو چه هرڅه تری هیریږی .
مونږ اکثرآ نه د استاد په څه پوهیږی او نه هم د شاګرد ؛ او نه مونږ په دی پوهیږو چه استاد او شاګرد دواړه په غلط رسم دی. ښه نو چاره څه ده او څه باید وشی ؟
که ووایم چه زما سره د دغه رنګه اصلاحاتو د پاره قدرت نشته ، نو ځکه زه دومره عملأ څه نشم کولی چه پوره په درد و خوری .
دا دروغ نه ده ! رښتیا څه وکړم چه څه نشم کولی ؛ هغو مره چه خلکو د پوه کولو دپاره درد لرم ، هغومره راسره چاره نشته.
اوکه دا ووایم : چه زه په قلم او ژبی سره هم څه نشم ویلی او لیکلی ؛ دا به زما د جرئت کمزورتیا وی. البته در جرئت سره باید دومره مجادله ونشی چه اصلاحی جرئت اندازه هم خرابه کړی .
زه باید بار بار ووایم او وی لیکم چه د خلکو دپوه کولو او تربیی د پاره د خلکو د ضروری او لازمی احتیاجات په دقیق ډول سره وسنجول شی او بیا په همغه توازن سره ، اساسی تدابیر ونیول شی .
زه باید ووایم چه د کار خلکو ته ، د کار زمینه او شرایط مساعده شی ! دا ځکه چه په وطن کښی د کاراو د مغز خلک؛ د وطن د سرمایی مثال لری . که دغه سرمایه عاطله او باطله غورځوو او یا ئی په سین کښی لاهو کوو؛ حتمآ مونږ د فلاکت ، بدبختی او ناداریی سره مخامخ کیږو.
مونږ ټول باید په دی پوه شو چه هریو په خپله اندازه د وطن او د خلکو په مقابل کښی مسوولیت لروو . که مونږ څوک مسوول ګڼی باید زمونږ په خبرو هم ځان پوه کړی چه مونږ څه غواړو و یا مونږ سره د اصلاحاتو او د خیر خواهی ذهنیت شته او که نه ؟
د عیاشی موضوع نن سبا د زیاتی پام لرنی او اهمیت مقام نیولی که مونږ خلک په دی پوه کړو چه هرڅه اندازه لری او عیاشی ته هم باید د خپلی اندازی نه تجاوز ورنه کړو دا به د دغه بی وزلو او نادارو خلکو د بهبود د پاره غټ خدمت وی .
ولی ؛ افسوس باید ووایم چه : « زمونږ ځینی عیاش خلک ؛ د عیاشی کارونه هم په خدمت کښی حسابوی .»
***
سعید افغانی
د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجری شمسی کال ــ ننګرهار
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
تشکر از دوست عزیز و برادر گرامی جناب محترم برهان الدین « سعیدی » روح شادروان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد . موفق باشید.
مهدی بشیر
سلام دوست معظم و دانشمند بشیر صاحب !
سپاسگزارم از لطف و محبت شما در مورد نشر مضمون مولانا سعید افغانی .
الله تعالی استاد بزرگوارهروی صاحب را جنت فردوس نصیب فرمایند و برای شما و فامیل محترم خیروبرکت عطا کرده و همیشه خوش ، خوشحال ، صحتمند و کامیاب باشید .
بااحترام
برهان الدین « سعیدی »