څه وکړو !
تاریخ نشر جمعه ۲۶ جوزا ۱۳۹۶ – ۱۶ جون ۲۰۱۷– هالند
څه وکړو !
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کوونکی : محترم برهان الدین « سعیدی »
زما په نظر لازمه ده چه د تعلیم و تربیی پروګرامونو سره ، د اخلاقی پانګه ته باید ډیره اساسی توجه وشی ؛ ځکه دلته لاڅه چه په ټوله دنیا کښی اخلاقی پانګی خرابیږی، او څومره چه په تخنیکی ، صنعتی ، زراعتی او نور بخشونو کښی پرمختګ شوی دی ، هغومره د اخلاقی مهمی پانګی سره بی اعتنائی کیږی.
نو راځی چه مخکی دهغه نه چه زمونږ د اخلاقی پانګی دارائی ټوله برباده او دلاسه و لاړه شی ؛ یوتربله سره په صادقانه ډول کینو او یوتربله په سلیم عقل او منطق ، خبری ته غوږ و نیسو، تعمیق وکړو چه زمونږ د خلکو د خیر او فلاح د پاره څه وکړو.
بل اساسی ټکی دا دی چه :
په یو قوم او جمعیت کښی بی اعتنائی او بی اعتمادی دواړه مزمن او تباه کونکی امراض دی ؛ نو د پوه او خیرخواه شخصیتونو ایمانی ډنده دا ده ترڅو د تفاهم ، اعتماد او اخلاصمندی ریښی قوی وساتی او د بی اعتنائی مرض سره چه د تباهی موجب ګرځی ، په معقوله او د ښه سالم منطق پربنیاد ؛ د خپلو د خیر او سلم اخلاقی مجادلو ته په دوامداره ډول ، قوت او شدت ورکړی.
سعید افغانی
د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجری شمسی کال ــ ننګرهار
روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد . مطلب عالیست . تشکر از دوست محترم جناب برهان الدین سعیدی. مهدی بشیر
سلام برادر معظم و دانشمند بشیر صاحب !
روزه و عبادات شما به درگاه رب العزت قبول گردد و با فامیل و خانواده در حفظ و پناه رحمت و برکت الله تعالی باشید .
الله تعالی این خدمت فرهنگی شما را در حسنات شما بیافزاید و خیر و برکت بیشتر نصیب فرمایند .
دوست شما : برهان الدین « سعیدی»