۲۴ ساعت

27 آوریل
۲دیدگاه

تیر وختونه

تاریخ نشر شنبه  هفتم  ثور ۱۳۹۸ –  ۲۷ – اپریل ۲۰۱۹ هالند

تیر وختونه

محترم  ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدی

 تېروختونه یادول دی ډیر ضرور

خاطری او کارنامې، همت، غرور

 ویاړدی، زمونږد شهیدانو کار نامې

دوئ د زړونو، ارمانونوسلسلې

 تیر یادونه تجربه ده سباوون ته

د قومونو ولسونو پیوستون ته

 نه نفرت په هره سیمه خپرول دی

نه په تیریاد ملیتونه جنګول دی

 په خطاء سیاسیت دهرجابر زوریږو

هم په خپلو تېروتنو خفه کېږو

 دا مسیج مو نن، سبا ښکاره اشکار دی

 زمونږ هیله سوکالی ده ښه روزګار دی

 نه د چا سره زمونږه دښمنی ده

که انګلیس که امریکا که جرمنی ده

 مونږ دهر خطاء سیاست سره خلاف یو

مونږ خلاف دبد عمل او بې انصاف یو

خاطرې د تېر وختونو او یادونو

 تجربه ده له ناکامو سیاسیتونو

دا چې  زغم او ګذشته مو عقیده ده

خو د تېرو یاد لرل ښه تجربه ده

 اختلاف د انتقام په معنی نه دی

 تجربه ده د ناکام په معنی نه دی

 دا لارښود دی د سبا ژوندون لپاره

 ترینه درس دی دعبرت ، سمون لپاره

تېرکه هیر شی شهید وینو ته توهین دی

 تېرعبرت د هرې سیمې، سرزمین دی

—————-

 ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدی

 ۱۶ – ۴ – ۲۰۱۹

 م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “تیر وختونه”

  1. admin گفت:

    سروده زیباست تشکر از محترم جناب داکتر صلاح الدین سعیدی ، ممنون از انتخاب دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی . با معذرت نسبت مشکلاتی که در سایت پیش شده بود دیر تر نشر شد. مهدی بشیر

  2. سلام برادر بزرګوار مهدی بشیر
    اولا ازنشر شعر برادرم داکتر صلاح الدین سعیدی جهان سپاس درقدم دوم په نسبت فعال شدن سایت وزین ۲۴ ساعت نهایت خوش شدم دشمنان کلتور فرهنګ ما را خداوند روسیا ه و شرمسار داشته باشد به امید صحت وسلامتی شما سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما