وطن جوړیږی
تاریخ نشر دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ – دوم سپتامبر ۲۰۱۹ هالند
وطن جوړیږی
که وی پــوهه ، تعقل وطن جوړیږی
چې وی یـو دبل منل وطن جوړیږی
څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو
د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږی
د زور واک ،چپاولګرو چې هستی ده
بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږی
که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه
اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږی
ترڅونشو په خپل مینځ کې کوراوکلی
درناوی کــول د بــل وطن جـوړیـږی
ډیربیرحمه او مکاره مـو دښمن دی
ورته یو موټی کیدل وطن جـوړیږی
ښه موقعه او ښه فرصت د زمانې دی
ځوان کهول پکارګمارل وطن جوړیږی
سمه طرحه بــرنامه ورته پکار ده
یو معقول دریځ منل وطن جوړیږی
د پردی مټ تــه هیڅکله تمه نشته
افغانی احساس لـرل وطن جوړیږی
————–
سمیع الدین افغانی
۱۰ – ۸ – ۲۰۱۹
م ۰ کال
درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده عالی و مملو از احساس تان. خدا کند که وطن جور شود ، لطفا عکس را ببنید نمونه از جور شدن وطن است. با معذرت که این سروده تان مدت زیادی میشود که در بین ایمیل هایم برایش جا پیدا کرده بود و نتوانستم که بوقتش نشر کنم . مهدی بشیر
سلام اقای مهدی بشیر امیدوارم دارای صحت کامل پوده باشید از نشر ودیزاین شعر من اظهار سپاس مایه افتخار ما هستید خداوند شما را در حفظ و امان خود داشته باشد خدمات و زنده نګاه داشتن فرهنګ و ادب کشور و زحمات تان درین عرصه قابل قدر و تمجید است به امید توانی های بیشتر صحت و طول عمر شما اقای مهدی بشیر شما زنده و کامګار باشید .