ژوند لا آغاز نه وه ؟
تاریخ نشر پنجشنبه چهارم اسد ۱۳۹۷ – ۲۶ جولای ۲۰۱۸– هالند
ژوند لا آغاز نه وه ؟
محترم الحاج نجم الدین ( سعیدی )
********
ژوند لا آغاز نه وه چې انجام راغې
ورځ لا شروع نه وه چې ماښام راغې
***
ډیره خوشحالی وه ژوند اغاز لره
خو مرګ ئې ختمیدوته پاس په بام راغې
***
ګوره ورته څه شان اشارې کوی
په هر څه کې لګیا یم نظارې کوی
***
سر او کار ئې ما سره نخرى کوی
نورو ته پرو ن ما ته په شام راغې
***
حکم په اساس چى خلیفه شومه
پریو تمه ځمکې ته میشته شومه
***
علم او پوه را کړه خو غره شومه
لاره شوه خطاء مرگی پیغام راغې
***
ژوند لا آغاز نه وه چې انجام راغې
ورځ لا شروع نه وه چې ماښام راغې
***
**********
۲۰۱۸ – ۶ – ۲۷ – م – کال
نجم الدین ( سعیدی )
درود به برادر محترم جناب الحاج نجم الدین ( سعیدی) ، بازهم مانند همیشه سروده زیباست. موفق و سلامت باشید. مهدی بشیر
یو جهان مننه مهدی بشیره وروره عزتمند اوسى الله دى همیشه د صحت په لباس کى لره .