خود فریبه انسان
تاریخ نشر دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ – ۱۸ مارچ ۲۰۱۹ هالند
شاعر : محترم سمیع الدین افغانی
دنثر لیکونکی محترم قاضی صیب لودین
خود فریبه انسان
یو دارآ سړی په لاره کې روان وه
ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه
کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو
په غرور یې لارې تګ ته په سودا شو
ورته یې وویل : غرورنه ښایی انسان ته
نه شې ځمکه شق کوای نه ګوری ځان ته
انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو ته
دی بې وسې نا علاج خپل اندیښنو ته
خدای پر ځمکه غرور هیڅ نه دی پکار
کبرجن دی لوی عاصی د کردګار
دا مالداردغه درویش ته ډیر په قهار شو
خپل اصلیت او د هستی نه په ګفتار شو
ویل: چې پیژنې زه څوک د کوم ټبر یم؟
خپل نصب د خپل هستی نه با خبر یم
ته جاهل یې ته دې ګوره خپل وضعت ته
هډ و نه یمه خوشال ستا نصیحت ته
که مالدار سړی وه مست په خپل هستی
دا درویش وه هم قانع په خپل راستی
درویش ویلې : دا چې څوک د کوم دیار یې
پیژنم دې چې مغرور یې لوی مالدار ی
دولتمند ورته په قهر ویل: څه وایې؟
ستا له ما نه څه ګیله ده چې ګویا یې
درویش وویل: ژوند عبث غوندې هستۍ ده
د انسان بنیاد یو څاڅکې ګندګې ده
شی بهر پرې باندې غسل واجبیږی
که لباس باندی شی توی بیا مینځل کیږی
په نا پاکو جامو لمونځ نه روا کیږی
نه لوستل د پاک قران نه دوعا کیږی
دا بنیاد دی ستا دژوند دا دې هستی ده
مرګ کې بیا دستا د جسم نابودی ده
ګور چینجان به دې په قبر حواله شی
بیا به جوړ ستا د وجود حالت ګنده شی
ابتدا او انتها دې دا حالت دی
بیا غرور انسان ته څله ضرورت دی
دوه نا پاکو حالتو مینځ کې زنده یې
شه اګاه چې ته یې څوک دچا بنده یې
د عارف په کلام پوه دغه مالدار شو
د خپل کبر او غرور نه توبه ګار شو
وېل: د زړه خبر صفا ده د درویش
زړو ته لار لری د زړو خبر همیش
—————–
۱۸ – ۳ – ۲۰۱۹
م ۰ کال
درود به دوست محترم جناب آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از شما بسیار عالیست. باید به عرض برسانم که متاسفانه عکس ارسالی تان باز نشد و من ندیدم که چی بود . در آینده لطفآ عکسها را از مطلب جدا کرده ارسال نمایید. مهدی بشیر
مننه عزتمند ورور ښاغلی مهدی بشیر ستاسې د همیشنی پیرزوینې او همکارۍ نه ،خدای مو په خپل امان کې لره ستاسو صحت او سلامت تیا زمونږ یواځینۍ آرزو ده خدای مو په هر میدان کې سر لوړی او بریالۍ لره په ډیره مینه سمیع الدین افغاتی