د دونیا رنګ
تاریخ نشر سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ – ۱۲ می ۲۰۲۰ هالند
د دونیا رنګ
طبیـعت دی په قهر شوی
زه او تـــه ئې لـــیونی کړو
د دونیا رنګ بدل شوی
مونږ ئې ټول په اور ستی کړو
د پامیر بازان خــواره دی
د بابا زمــریـان ویـده دی
هندو کش په سیل لاهو شو
مونږ ئې خپلو کې پردی کړو
دا امو څپې ، څپې شوې
څه بې لارې قافلې شوې
د پــردو ځمکې سیر آبه
ورته ګورو خوشحالی کړو
——
شاعر : الحاج نجم الدین سعیدی
مهاجرت
تشکر جناب سعیدی صاحب ، سروده عالیست زنده باشید. مهدی بشیر
گرانو سعیدی صیب کوردی ودان
ډیر ښکلی او په زړه پورې . په احساس او لاسونو مو برکت سه.
قیوم بشیر هروی