د مبارکۍ پیغام
تاریخ نشر چهارشنبه نهم میزان ۱۳۹۹ – ۳۰ سپتامبر ۲۰۲۰ هالند
د سایت ۲۴ ساعت د با ارزشه پاڼې چلونکی او مسئول معزز ورور مهدی بشیر زما د زړه د کومې احترامات او نیکې هیلې ومنئ ۰د هر څه دمخه تاسو ته د ستاسو با ارزشه پاڼې د دیارلسیزې کلیزی مبارکی وایم.
په ریښتیا هم د هیواد په جنګزپلی حالت کې تاسو هغه خدمات چې د هیواد د ادب په برخه کې او همدارنګه د هیواد شاعران او لیکولان په معرفت کې تر سره کړی او دهغو لیکنې او اشعار مو په ښکلی ډیزائن او ثقافت خپلې ښکلې پاڼې ته د هیوادوالو سره د شریکولو په هیله پورته کړی ستاسو نه د لیکوالانو ،شاعرانو او ستاسو د لوستونکو په استازیتوب د زړه د کومې مننه وکړم۰
دا رښتیا او جوته خبر ده چې د هیواپه اوسنی جنګزپلی حالاتو کې زمونږ هیواد وال یووالی او همغږی ته اړتیا لری چې پدې برخه کې ستاسو کار او زحمات د یادونې او مننې وړ دی ۰
تاسو ته په دې لار کې د لا بریاوو تر څنک روغتیا او د اوږد ژوند هیله کوم ۰
ومن الله التوفیق
سمیع الدین افغانی
ممنون از پیام زیبا تان جناب افغانی عزیز . مهدی بشیر