رقیبه
تاریخ نشر پنجشنبه ۲۸ مارچ ۲۰۱۳ هالند
رقیبه
سمیع الدین افغانی
٢٣ – ٣ -٢٠١٣ م ٠ کال
***
رقیبه بیا دې په زړه څه تیریږی
ښکاری وختونه دې ساړه تیریږی
تیروی ژوند نا سم فکرونو سره
چې بل ازاروی په تا ښه تیریږی
دبل خوښی تاته دغم زیری دی
بیا دې خوبونه هم درانه تیریږی
بیا مې قدم د روښنایی زیری شو
اوس به دې بیا په زړګی څه تیریږی
چاته چې مینه، خوشالی وربښې
ستا به هم ښه ستا په کاله تیریږی
دبل ازار د خپل ازارو ګڼه
دلته ځو هرڅه اوس ترخه تیریږی
پریږده چې والوزی وزرې وکړی
پاک ارمانونه چې په زړه تیریږی
وای چې بد ګرخی نو بد به پرځی
د بدو بد د ښو ژوند ښه تیریږی
دنیا د مینې او صفا ښکلې ده
ریښتا وختونه تل خواږه تیریږی
کاڼی به تل پرې د اسمانه اوری
هغه چې مست د بل تر وره تیریږی
——
سمیع الدین افغانی
دوست گرامی جناب افغانی ، سروده زیبا و عالیست . موفق باشید. مهدی بشیر
خیلی قشنگ! مؤفق باشید جناب افغانی عزیز!