حقیقت تل مادی او قانونمند دې !
لیکنه : ډاکټر سید شیر اقا حرکت
حقیقت تل مادی او قانونمند دې !
نوامبر ۲۰۱۱
د نشر نیټه ۲۹ – ۱۱ – ۲۰۱۱
عینی واقعیتونه او ټولې پدیدې چې په عالم الاسباب کې د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره مسخر او مقدر ګرځیدلی ، همزمان او هم مکان لوی قانونمند حقیقت جوړوی او انسان د الاهی عالم با شعوره خلف مخلوق په حیث ، ددې لپاره د نوموړی لوی حقیقت په معرفت مکلف ګرځیدلیې ، ترڅوټول مادی نعمات ، چې خدای ددغه لوی حقیقت په بنیاد شته کړی ، د خدایی عدل ،انصاف اوعامه پیرزوینې له مخې په ټولومخلوقاتو ،دهغوۍ د ذاتی خلقتی خصوصیاتو او ضرورتونو په تناسب رواداری او پیرزوینه ولری .
دغه مادی وجودی عینی واقعیتونه د کل او ځانګړو ماکره او میکره مادی واحدونو په حیث د همزمان او هم مکان نه شلیدونکې لحظوی او ابدی بدلیدونکو مناسبتونو او اړیکوسره واحد جهانی نظام جوړوی . دغه واحد نظام همزمان او هم مکان نوې او زوړ ،متحرک او ساکن ، ستا تیک او دینامیک او دېته ورته نور ډېر همزمان او هم مکان هر اړخیزه متضاد او موافق وضعیتونه ، حالتونه ، خواص او خصوصیات لری .له یوې خوا په لحظوی بدلیدونکی نظام کې قدیم هېڅکله نور په قدیم کې وجود نه لری او قدیم د نور له سرعت څخه هم په چټکۍ سره د ابد په لور ځغلی او حال ته د وخت په نوم هیڅ مقیاس څوک قایلیدلی نه شی، خوله بلې خوا په همغه قدیم کې ټول ماهیتونه او کېفیتونه دقانونمند بهیر په بڼه ساتلی پاتې دی او پوهان کولې شی د قانونمندو لارو په مختلو زمانی او مکانی ابعادو کې لازمې او مطلوبې محاسبې ، قانومندۍ ،اعداد او ارقام تر لاسه کړی . حال هم د جهان د لحظوی بدلون په نسبت د هیچا په قابو او ګورت کې نه شی راتلای یا په بل عبارت حال عملا ً وجود نه لری ، خو له بلې خواد قدیم څخه تر ابده پورې ټول حقایق او واقعیتونه په ټولو ستاتیک ـ دینامیک بدلونونو اومختلفو کمی او کېفی واقعیتونو سره یواځې دحال دوضعیت، موقعیت ، منفذ،مجرا او مقطع څخه څېړل کیدلې او ارزول کیدلې شی او پرته له دغه وضعیت څخه بل امکان هیڅ وجود نه لری . په ابدی نظام کې ابد هم هیڅکله ابد ته نه رسیږی ، خو د هر ابدعینی واقعیتونه د حال د څېړنو په بنیاد څیړل کېدلې او لازم نتایج تر لاسه کېدلې شی . نو ځکه ویلې شو ،چې ددې جهان د څیړنې وړ واقعیتونه او لوی حقیقت یواځې همغه دې چې همدا اوس او په همدې لحظه کې وجود لری او بل هر واقعیت او حقیقت هم یواځې د حال له موجوده وضعیت څخه څېړل کېدلې شی . هغه کسان ، چې هڅه کوی ددې جهان پېل او پای ولټوی او په دغه بنیادونو خپلې علمی ـ فلسفی څېړنې او ارزونې پېل او دوام ورکړی ،دغه فکرونه یی بې بنیاده او څېړنې او ارزونې یی هېڅکله مثبتې پایلې او نتایج نه شی لرلې .هر وخت ، چې مونږ غواړو د جهانی حقایقو ، خلقتونو او پدیدو په اړه څېړنې او ارزونې سرته و رسوؤ ، باید ټول پورتنی معیارونه یعنې ، چې جهان همزمان او هم مکان قانونمند مادی موجودیت لری ،دا جهان همېشه د لحظوی تجدد په وضعیت کې دې او هره څېړنه او ارزونه هم یواځې د همدغه موجوده و ضعیت په بنیاد په نسبی لحاظ پېل کېدلې شی ، چې له بده مرغه ، په هېڅ یوه بشری علمی ـ فلسفی تیوریکی څېړنه او ارزونه کې ، دغه شرایط په نظر کې نه دی نیول شوی او ځکه خو یی تیوریکو څېړنو او ارزوونو مثبتې پایلې او نتایج نه دی درلودلی . خو دا ټولې خبرې ، هېڅکله دا معنا نه لری ، هرجهانی موجوده وضعیت ، چې په هره لحظه کې بد لیږی ، کومې نښې نښانې او پل یی تر شا نه پاتېږی او موجوده وضعیت هم څرنګه چې په قابو او ګورت کې نه شی راتلای ،نو علمی څېړنې او ارزونې ګوندې هم هېڅ ارزښت نه لری . مونږ دمخه وویل ،چې جهان قانونمند پېدادې ، قانونونمند پایی او قانونمند بدلون او پرمختیا مومی او دا جهان همداسې هم زمان او هم مکان زوړ او نوې ، همزمان او هم مکان ستاتیک او دېنامیک ، . . . ، نو مونږ د همدغه قانونمندیو په بنیاد ، خپلې څېړنې او ارزونې هر زمانی او مکانی بعد ته غزولې او لازم څېړنیز نتایج او محاسباتی اعداد او ارقام تر لاسه کولې شو . د جهانی خلقت الاهی علمی قانونمندۍ د بشر لپاره د الاهی کلام په وسیله د پېغمبرانو (ع)په واسطه د بشر په ژبه د مشخصو او عامو احکامو ،اصولو ، اوامرو او نواهیو په بڼه د الاهی دین او شریعت له لارې رسېدلی او دانسانی ذهنی ــ شعوری مقدراتواو امکاناتو په کچه انسانی ذهنی خلف علم او یا په بل عبارت انسانی ذهنی فلسفی علم تشکیل شوې دې .په دې صورت کې مونږ په زغرده ویلې شو ،چې : د فلسفی علمی څېړنو موضوع او هدف همدادې ،چې د جهانی خلقت د پېدایښت ، پایښت ، بدلون او پر مختیا قوانین او قانونمندۍ وپېژنی او د خپلو مقدراتو په کچه ددغه پېدایښت ، پایښت ، بدلون او پرمختیاپه کمیت او کېفیت کې ، د خپلو ضرورتونو ، مجبوریتونو او غوښتنو سره سم په ترکیبی او تجزیوی جوړښتونو کې بدلونونه راولی او د ځان او نورو د استفادې وړ یی وګرځوی . نه دا لکه ، د رادا کرشنان په مشرۍ ، چې د هندد فېلسوفانو شپېته کسیزی کمېټې ، دفلسفې موضوع ، ددې جهان د اغاز پېدا کول ګڼلې ده !
فلسفه دانسانی مقدراتو ،امکاناتو او نیمګړتیاوؤ په تناسب د الاهی او قرآنی علومو سره د انسانی خلافت مناسبت لری او دهمدغه خلافت د عظمت د مقدراتوپه کچه ، الاهی علم افاده کولې شی . فلسفه دډېرو تورونو او ناروا تهمتونو سره سره بیا هم په تیرو فلسفی فورمولبندیو کې د مادې ،شعور او ټولنې د عامو قانونمندیو علم ګڼل شوې دې .زه په دې عقیده یم ، چې ماده ،شعور او ټولنه ذاتی توپیر نه لری اولکه څرنګه چې ، عالم الاسباب ،د الاهی واحد علم د قانونمندیو تابع ګڼل کېږی او ټولې قانونمندې پروسې د متداخلو انتګرالی او دیفرنسیالی حرکتونو او انتګرالی او دیفرنسیالی بې شمېره معادلو په واسطه داسې افاده کیږی ،چې هیڅ متوالی ، نامعین ، لا یتناهی ، مهمل ،نا مفهوم او دېته ورته اعداد ، ارقام مفاهیم په کې نه شی په سترګو کېدلې ، فلسفه هم د انسانی مقدرات او خلافت د عظمت په تناسب ، د الاهی علم بشری ذهنی واحد خلف علم ګڼل کیږی . نو ځکه دا خبره نه کومه معما ، نه کوم پټ راز او نه کوم بې علته معلول دې ، چې ګوندې څوک دې پرې پوه نه شی ،چې ولی تر اوسه پورې په فلسفی علم مخامخ څوک نه دی ورغلی او نن هم څوک ددې کار جرئت نه لری ؟
هو ! بې له شکه ،چې فلسفه اسان علم نه دې . د ټول جهان د قانونمند تحرک او تعامل ،په واحد انتګرېشن او دیفرنسېیشن کې څېړل خو لا په ځای پرېږده ، چې د یوې واحدې قضیی او مسئلې قانونمند انتګرالی او دیفرنسیالی تداخل څېړل، حتا په پرنسیب کې ناشونې کار ګڼل کیږی او په ځانګړو حالاتو کې به شاید ورته ضرورت هم نه وی . همدا سبب دې ،چې ځینی الاهی احکام ، لکه دجهان پېدایښت ، قدامت اوابدیت ، دعالم آمر په شکل ،چې زمانی اومکانی قیوداتو او تأجیل پورې اړه لری اویا لکه الاهی ذاتی پېژندنه ،چې د ناممکناتو څخه ګڼل کیږی . لکن ددې ټولو خبرو سره سره دغه هر څه ، د یوه لوی حقیقت او یا د عېنی واقعیتونو په بڼه وجود لری او حتما ً په الاهی او قرآنی علم کې یا د عالم خلقت او یا د عالم آمر په بڼه د هغې ذکر شوې او عملا ً د الاهی علم له مخې د هغې قانونمندی وجود لری او ما په ځینی ددغه مسایلو د « عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ،( فلسفه په مادی قدامت ،حال او ابدیت کې ، ۳۴۴ مخ ) » او نورو موضوعاتو کې پرې بحث کړې دې . نو ځکه مونږ نه شو کولې په دغه حقایقو او عېنی واقعیتونو سترګې پټې کړو . ما په خپلو څېړنو او ارزونو کې د هغې د پوهې ، باور او یقین لپاره تر وسه پورې کافی ثبوتی او علمی قیاسی او اسقرایی دلایل وړاندې کړی دی .
حقیقت ،مادیت او علمیت یو تر بله سره لازم وملزوم او نه بېلېدونکې پدیدی دی ، یو تر بله سره په مناسبت او ارتباط کې څېړل کېدلې،ارزول کېدلې او یواځې په همدغه ارګانیکه بڼه او مناسبتونو سره ،له څېړنیزوموضوعاتی قضایاوؤ او مسایلو څخه سم او رښتینی څېړنیز حقایق او نتایج تر لاسه کېدلې شی .
دا جهان د« کن فیکون » الاهی حکم له مخې ازلی ، ابدی او قانونمند پېدا دې، قانونمندی یواځېنې لازمی شکل د موجودیت ددې لوی جهان او هر وجود ګڼل کیږی اوغیر قانونمندموجود اصلا ًوجود نه شی لرلې . څرنګه ،چې هرخلقت یواځې خدایی اوپرته له الله بل خالق وجود نه لری . نو هغه علم ،چې دا لوی جهان یی په بنیاد ، قانونمند پېدا ، قانونمند پایی او قانونمند بدلون او تکامل مومی ، هم یواځې خدایی خلقت ګڼل کیږی او انسان یواځې کولې شی ددغه علم په قانونمندیو معرفت حاصل او دخپلې استفادې وړ وګرځوی .ددې جهان د پدیدو او خلقتونو سره غیر علمی کړه وړه هم ناسم ، غیر عملی ،نا ممکن او بې نتیجی ګڼل کیږی . انسان هم یواځې د کافی علمی استعداد لرلو او یو بل ته د هغې د انتقال د امکاناتو په نسبت، په دې جهان کې ، د الا هی اکرم خلف مخلوق په حېث منل شوې او ددغه خلافت رسالت ،رهبری او عملی کول هم یواځې د انسانی مخلوق په عالم قشر پورې اړه لری .یواځې عالم انسان دې ،چې دخدایی علم د معرفت استعدادلری اودمادی نعمتونو څخه د پوره او سالمې ګټې پورته کونې په منظور د ټولو خلقتونو په معرفت مؤظف او مکلف ګرځېدلې دی . هېڅ انسان د هېڅ یوه علم او قانونمندۍ خالق نه دې . هره قانونمندی په ازلی ډول د هر خلقت او پدیدی د مادی کمی او کیفی جو ړښت سره ، همزمان اوهم مکان لا یتجزا ارګانیک تناسبونه جوړوی .
تخیلی حقایق او تخیلی انسانی علوم وجود نه لری او نه کله انسان ، حتا دخورا کوچنی علمی حقیقت خالق ګڼل کېدې شی . انسان یواځې کولې شی د الاهی علمی حقایقو په بنیاد علمی پدیدی ایجاد او داستفادې وړ وګرځوی .
هر څوک په دې پوره باور لری ،چې خدای تر هر څه لوی ذاتی حقیقت دې ، چې هیڅکله د انسان په شعور کې نه ځایېږی . نو ځکه انسان د تل لپاره د خدای د پېژندنې او توصیف څخه عاجز دې او یواځې د ډیرو خارق العاده عېنی شواهدو له مخې باید انسان پرخپل خدای یقین ،ایمان او عقیده ولری . د خدای علم هم لوی او بې ساری دې او انسان یواځې د خپلو مقدراتو په کچه هغه خپلولې شی . همغسې چې خدای واحد دې علم او جهان یی هم واحد دې . ځانګړی علوم په حقیقت کې هیڅ وجود نه لری او هر ډول ویش او دیفرنسییشن په هغې کې پرته له دې چې د انسان په شعوری او علمی بېوسۍ او نقصان دلا لت وکړی بله معنا او افاده نه لری . څرنګه چې الاهی علم د انسان لپاره محاط علم نه ګڼل کیږی او دانسان لپاره په اصطلاح باب دندان ځانګړی علوم هم وچود نه لری ،نود بشر لپاره مقدر علمی امکانات ، څه ډول توضیح کېدلې شی ؟ همغسې ،چې الاهی علم د انسانی مقدراتو څخه ډیر ژور ، لوړ او فراخ دې ، دالاهی علم انسانی خلف علم ،چې اصطلاحا ً د لاتینی مرکبې کلمې « Phileosophia » په واسطه افاده او د میلاد څخه ۶۰۰ کاله دمخه دغه اصطلاح د لومړی ځل لپاره د فیثاغورث په واسطه استعمال او وروسته د افلاطون په واسطه د فلسفی علم د افادې اصطلاحی قایم مقام جوړ شو ، چې مادی ، شعوری او ټولنیز عام قوانین څیړی ، نو د هربې علمه او عالم انسان لپاره نژدې یوشان غیر محاط فکری علم ګڼلې شو .
هو ! فلسفه په انسانی کچه الاهی خلف علم دې ، ځکه چې خدای په خپل کلام کې د انسان څخه د خپل خلیفه په حېث ذکر کړې دې ، خودا هېڅکله ددې معنا نه لری ، چې ګوندې ،حتاهر عالم دې په الاهی علم او یا دالاهی علم د ځای ناستی علم ، فلسفې پر ټولو موضوعاتو باندې پوه شی . په فلسفه پوهېدل ، په حقیقت کې ، څه ناڅه په ټولو علومو د پوهېدلو په معنا دی . همدا سبب دې ، چې د بشریت په تاریخ کې مشکله ده داسې عالم څوک پېدا کړې شی،چې په فلسفه دې مخامخ ورغلې اوسی او یادې د نیمګړتیاوو او اشتباهاتو پرته کومه جامع منلې علمی فلسفی فورمولبندی مونږ ته په میراث پرېیښې اوسی . په حقیقت کې ډېرې پوهان ، څرنګه چې په فلسفی عالی او هر اړخیز ګلوبال علمی انتګرېشن باندې یی فکر نه رسیږی ، اسانه ورته دا ښکاری ، چې د فلسفې د علمیت څخه منکر شی . په دې مسئله د « عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې »( ډاکټر حرکت ، ۲۰۱۱م)کې پوره بحث شوې دې . په دې ځای کې دومره ویل غواړم ، چې : (۱) فلسفه په کل کې د علم لپاره او بالخصوص د الاهی علم لپاره اسم با مسمی نه ، بلکه یوه اصطلاحی افاده ګڼل کیږی او هغه هم ډیر وروسته دغه افادې رواج پېدا کړ ؛ (۲) که ژبنی کلماتو او اصطلاحاتو ته هم زیر شو اکثره کلمات معنا داره نه دی او لکه په اروا پېژندنه ( روان شناسۍ )کې چې شرطی غیر مفهوم ریفلکسونه، چې روسی مشهورو اروا پېژندونکو « پاولوف » او « سېچینوف » په حیواناتو باندې د روشنۍ او غږ په ذرېعه تجربه کړی وؤ ، په معنا داره مفهوم بدل شوې وؤ ،ژبنۍ غیر مفهوم افادې هم ددوام داره استعمال په ترڅ کې د انسانانو لپاره په معنا داره مفاهیمو اووختې دی ؛ (۳) په اکثره ادیانو کې فلسفې ،غیر دینی( الحادی ) دریز درلوده ،نو ځکه د هر چا له خواپه اسانۍ سره د هر ډول سم اونا سم تهمت سزاواره ګڼل کېدې شوه ؛ (۴ ) تر هر څه مهم د فلسفی علم هر اړخیز ګلوبال انتګرالی او دېفرنسیالی اړیکی او مناسبتونه دی ،چې په فلسفی علم پوهاوې یی د هر چا لپاره مشکل ګرځولې دې ؛ ( ۵)په تېرو بحثونو کې ، سره ددې ،چې پوره تأ کید شوې دې ، یو ځل بیا تکرارول غواړم ، چې دین او علم یو ډول معرفت او یا په بل عبارت علم دین او دین علم دې او فلسفه ، چې د الاهی علم انسانی ذهنی خلف علم ګڼل کیږی ، څه ډول د ځینی پوهانو په آند غیر علمی پدیده او خلقت ګڼل کېدې شی ؟ په پای باید ووایم ، چې د فلسفی علم موضوع او دڅېړ نو او ارزونو طریقه یواځې همدغه ده ،چې پورته درنو لوستونکو او پوهانو ته وړاندې شوه . زه د خپلو دوستانو او پوهانو په مټ دپورتنۍ لیکنې مسئولیت په غاړه اخلم او د فلسفی موضوعاتو او مسایلو د څېړنو لپاره دغه شرایط یواځینۍ لار او امکانات بولم . تخیلی او غیر مستند ، غیر قانونمنددلایل ، افادې ، منطق او فورمولبندۍ په دغه ډول علمی مسایلو کې ځای او ګنجایش نه لری . د محترمو پوهانو څخه هیله کوم ،چې په پورتنی عباراتو او مفاهیمو کې زمادنیمګړتیاوؤ ،سهوؤ اوخطاوؤپه اصلاح کې مرسته ونه سپموی او خپلې نیوکې لطفا ً د ای ـ میل له لار ې راواستوی . مننه .
دیدگاه بگذارید