داشنا پرون
سمیع الدین افغانی
م٠ کال ٢٢ – ٣ – ٢٠١١
داشنا پرون
دنشر نیټه ۲- ۱۲ – ۲۰۱۱
هیر شه مـــازیګره د اشنا پـــرون
ای د زړه پـــرهره د اشنا پـــرون
ما چې دکلونو پرې حساب کوه
وې وتـــم د دره د اشنا پـــرون
ما یې اوږدې لارې لنډولې خو
چا کـــړم د نظره د اشنا پـــرون
نور ېې دخوبونو او خیالودنیا
هیره کـړه د سره د اشنـــا پـــرون
اوس راته حساب کې دپردوښکاری
مینه ســـوداګره د اشـــنا پـــرون
مات می شو پالنګ دورختوتکل
کوز شـــوم د بستره د اشنا پرون
بیا د ګلـــروخانو په چم راغلمه
پوه شوم لـــه هنره د اشنا پرون
پریږده افغانی نور پرې حساب مکړه
لاړ شه د نظره د اشنـــا پـــرون
سمیع الدین افغانی
دیدگاه بگذارید