مخمس بر غزل خاطر افریدی
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۹ جون ۲۰۱۴ هالند
مخمس بر غزل خاطر افریدی
عزیزی غزنوی
تورنتو کانادا
***
هره ورځ له اندیښنو پرما محشردی
حال زما له هر بد حاله لا بتردی
ټپی شوی مې په سل ځایه ځیګردی
خدایه څومره بیوفا زما دلبردی
چې له غمه یې زه مرم پرده اختردی
***
زما په برخه یوه ګړی خوشحالی نشی
یوه شیبه مې د ژړا آرامی نشی
مین زړه مې ارمانجن د بل شی نشی
اوس مې سود په بل بشر د زړګې نشی
چې لیدلی مې د یار ښکلی بشردی
***
خلاصول د ده له مینې ځان محال دی
بې مثاله په عالم کشې یې جمال دی
ځکه ګران پر مینانو یې وصال دی
تورباڼو د یار د غشو په مثال دی
چې ویشتلی یې زما د زړګی سردی
***
که تړلی یې په ما پورې کوم تور وای
نو بخښنه به مې غوښتی ترې ضرور وای
څو د ده او زما په مینځ کشې تل سرور وای
دریغه زه خاطر څه پوه په خپل قصور وای
چې په څه باندې له مانه مروردی
عزیزی غزنوی
عزنوی عزیز ، مخمس زیبا و عالیست. موفق و سلامت باشید.
مهدی بشیر
سلام بر جناب عزیزى
بنظر من این شعر تان از بقیه اشعار تان خیلى پخته تر وروانتر است.
موفق باشید
جناب یوسفی درود بر شما! ممنون از حسن نظر شما، خواستم بدانم منظور شما اشعار پشتوی بنده است یا فارسی؟
سلام بر آقای عزیزی
من از خواندن این شعر پشتوی تان، آن حس آزادی ی را که شما در سرودن آن چه از نظر انتخاب مضامین و چه از نظر سیالیت طبیعی مفاهیم و جا افتادن کلمات داشته اید، بیشتر از تمام اشعار قبلی دری تان، دریافت می دارم. البته متاسفانه اشعار قبلی پشتوی شما را تا حال نخوانده ام.
موفق باشید.
آقای یوسفی عزیز! یک جهان سپاس از شما.
در پناه خداوند شاد و موفق باشید.