لږ انتظار شته
تاریخ نشر دوشنبه ۱۵ سپتامبر ٢٠١۴ هالند
لږ انتظار شته
سمیع الدین افغانی
د ترږمیو به سحر مالوم شی
لږ انتظار شته چې ګدر مالوم شی
دا د کلونو د ماتم څپو ته
رڼایې راشی زرین لمرمالوم شی
کاذب امام په زړه کافرو په ځای
چې د صادق ملا منبر مالوم شی
د سیند په هسکو توپانی څپو کې
ښکلی انجام ددې منظر مالوم شی
له څه غصې لږه دمه تیروم
چې لوړ پرواز ته مې وزر مالوم شی
شیخه امید په تار مې مه تړه نور
پرې چې د هڅو مې هنر مالوم شی
هلته به ستا د مینې خوند واخلمه
چې د غنی هیلو اختر مالوم شی
چې د رندانو سره مل وی بزم
داسې نشو ته به ساغر مالوم شی
—————————
سمیع الدین افغانی
۴ – ٩ – ٢٠١۴
م ٠ کال
جناب سمیع جان افغانی ،سروده زیبا و مملو از احساس است . بهتر است مانند گذشته به ایمیل آدرسم بفرستید موفق وسلامت باشید . مهدی بشیر