پیمان
پیمان
سمیع الدین افغانی
١۷ – ۷ – ٢٠١٢ م ٠ کال
د نشرنیټه : د جولای ۱۸ مه ، د ۲۰۱۲ میلادی کال
مینه کې ګټه هم تـــاوان شته دی
کله دیـــدن کله هجران شته دی
عمر که تیر شی نو یادونه د ژوند
د ښو شیبو سره ارمـان شته دی
د جوارګرو پــه کوڅو چې ورځی
هلته کې سود سره هم زیان شته دی
څه کړم قفقاز د لوړو غرونو ښکلا
چې مې پـــامیر د بدخشان شته دی
زما سپین غر کې د سپرلیو موسم
په هره سیمه ارغـــوان شته دی
لاس بــه په سر نشم د یارد د کلی
لا د ځوانی مې څه دوران شته دی
سترګې پـــه لاره د راتلو یم ورته
زړه کې مې غلی شان ارمان شته دی
بیا بـــه ګیډۍ ،ګیډۍ د ګلو وروړم
چیرته چې مینه شته پیمان شته دی
——–
سمیع الدین افغانی
دیدگاه بگذارید