د ویښ زلمو په لار
تاریخ نشر جمعه ۲۵ ثور ۱۳۹۴ – ۱۵ می ۲۰۱۵ هالند
د ویښ زلمو په لار
پروفیسورعبدالله بختانې « خدمتگار »
د سعید افغانی د مولوی کیدو په کال ، د « ۱۳۲۵ ه ش » د دلو په « ۲۵ مه » په ننگرهار کښی د ویښزلمیانو ډله جوړه شوه، اوڅو چه کال پوره کیده په ټول هیواد کښی یی ملگری پیدا کړل .
دا یو سیاسی ، اجتماعی او ادبی حرکت و چه له ظلم ، استبداد ، رشوت خوری ، سود خوری ، مزخرفو دودونو اورواجونو سره یی مبارزه کوله او دعلم او پوهنی د تعمیم او پراختیا او زمونږ د گران تاریخی هیواد د ټو لو اوسیدونکو ترمنځ یی د ملی وحدت په ټینگښت باندی تینگار کاوه.
دی حرکت په متشکل او منظم ډول تر « ۱۳۳۱ ه ش» کاله پوری دوام موندلی دی . داخلی او خارجی ارتجاعی محافلو اوعناصرو په دی جریان سره مخالفت کاوه او دهغه د غړو د بدنامولو او بی لیاری کولو لپاره یی هڅه کوله.
د وخت استبداد حکومت د چل، زور او نورو دسیسو په خوا کښی ، دا کوښښ هم کاوه چه په هیواد کښی د دینی پوهنو طالبان ، عالمان او روحانیان د ویښ زلمیانو په غاره واچوی .
دوی سره ونښلوی او پخپله د خیر په غونډی کښینی او په دی هیواد کښی پر اوسیدونکو خلق الله باندی استبدادی حکومت و چلوی ځینو په نامه روحانی عناصرو څه ناڅه دا دنده ترسره کړه. مگر په هیواد کښی زیات شمیر و طنپال ملایان ، مولویان او پیران د ویښ زلمیانو په خوا کښی ولاړ وو. د بیلګی په ډول:
د کامی مرحوم سید سرور « قاری » ، د قرآن کریم حافظ رسیدلی ملا ، لیکوال او شاعر ، اولسی، اجتماعی ، او روحانی شخصیت چه څو ځله د کامی د ولسوالی د شریفو خلکو له خوا ،ننگرهار د ولایت د مشوری د وکیل په توګه انتخاب شوی و او د ننگرهار د دارالحفاظ موسس، مدیر او استادو ، همداررنگه د کندهار مشهور اجتماعی او روحانی شخصیت محمد یوسف « مجددی » او ستر دینی عالم ، د مزارشریف د اسدیه مدرسی د دار العلوم مدیر او استاد، لیکوال او مترجم مرحوم مولوی عبیدالله « صافی » ، مشهور ویښ زلمیان او زمونږ فعال او تکړه ملګری وو .
یا مشهور دینی عالم مرشد ، علمی ، روحانی ، اولسی او اجتماعی شخصیت ، د تگاو اخوند زاده مرحوم مولوی حمیدالله صاحب په وینا او عمل کښی زموږ د ډلی ډیر حمایت او ننگه کړی ده.
یا مشهور دینی عالم د سلطنتی استبداد ضد، علمی ،سیاسی او اجتماعی شخصیت، مولوی قاضی محمد بهرام د کندهار چه د هغوی ځبرو، صحبتونو او مشورو دویښ زلمیانو د حرکت په لاره کښی ستر اغیزه درلود. زه اوس هم دغو نوموړه ښاغلو و طنپالو ، دینی عالمانو او روحا نیانو ته د احترام سر ټیټوم او دهغو په درنو نومونو ویاړم.
د کابل د عربی دار العلوم، د ننگرهار د نجم المدارس ، د مزار شریف د اسدیه مدرسی او نورو دینی مدرسو یو شمیر نور زلمی شاګردان هم ویښ زلمیان وو، چه په دی نهضت کښی یی جوش او خروش پیدا کړی و.
د ویښ زلمیانو د فعالیت په موده ، د مولوی محمد سعید افغانی ، د کار ، استادی او لیکوالی لومړنی و ختونه وو.
که څه هم دی د ډلی رسمی ملگری نه و، مگر مونږ چه گورو، د ده دهغه وخت لیکنی دو یښ زلمیانو د مرام د محتوا له روحییی نه ډک وو. په هماغه سمت یی قدم ایښی، قلم چلولی او د ضرورت په وخت یی عملا ً مونږ سره مرسته کړی ده.
عبدالله بختانې « خدمتگار »
خیرخانه مینه ــ کابل
تشکر از جناب محترم پروفیسورعبدالله بختانې « خدمتگار » نامخدا حافظه شان خیلی خوب است و خاطرات شان فراموش نشده است. موفق وسلامت باشید. روح مولانا استاد سعید افغانی شاد. مهدی بشیر