۲۴ ساعت

10 ژوئن
۱ دیدگاه

سپین سترګی

تاریخ نشر چهار شنبه  ۲۰ جوزا  ۱۳۹۴ –  دهم   جون  ۲۰۱۵ هالند

149

سپین سترګی

سمیع الدین افغانی

۱۰۶۲۰۱۵

م ۰کال

نه منصف دی نه حاکم نه کوم پاچا

بس د هرچا ځینې  ځان  ګڼی  بال

په ظاهربه کړی د سمې لیار خبرې

حقیقت  کې دی بې لارې لوی ګمراه

 

احترام که د حیا  بل  ورته کاندی

نه پوهیږی په اخلاص دی د بل چا

 

یو زره قدرې انصاف یې زړه کې نشته

د شخصی ګټو ډاکو دی  سم  صفا

 

نه د مشر نه د کشر خیال به ساتی

ورته ښکاری ځان هر چا ځینې  دانا

 

ډیر مضر او شر انداز دی په کارو کې

ځان ته وایی به عالم ، لیډر ،  پیشوا

 

په مجلس کې به په زیر او زور غږیږی

څوک یې نه اوری، کړی خبرې بې مانا

 

تر پرون پورې په غیرو لار روان وه

اوس سپین سترګی  تراشی ځان نه ملا

 

ربه ته ورته  انصاف لږ په نصیب کړې

چې  د شر او  ګمراهۍ  نه شی سیوا

————————

سمیع الدین افغانی

۱۰۶۲۰۱۵

م ۰کال

 

 

یک پاسخ به “سپین سترګی”

  1. admin گفت:

    درود به آقای سمیع جان افغانی ، بازهم مانند همیشه سروده زیبا ، مملو از احساس و عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما