بې لــه تانـه د جـنت پــه لــوری نــه ځــم
تاریخ نشرسه شنبه نهم سرطان ۱۳۹۴ – ۳۰ جون ۲۰۱۵ هالند
بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوری نـــه ځــم
بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوری نـــه ځــم
که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم
دا څـــــه نــــــوې خـــــبـر نـــه ده نـازنـیـنې
هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم
چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم
هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم
د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته
زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم
څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوری
دا د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم
بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه
بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم
ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ
پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم
زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه
تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم
تشکر جناب غفوری عزیز ، سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر
سروده بسیار زیبا غفوری صاحب