خوب
تاریخ نشر دوشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۴ – ششم جولای ۲۰۱۵ هالند
خوب
الحاج نجم الدین « سعیدی »
********
بیګا خوب کې په وطن مې ولید ځان .
آر یا یانو لوې مسکن او ګلستان .
د میړانې اتلان پکې را ټول وه .
هم ملاله هم احمدهم میرویس خان .
ټول را ټول وه په خپلو کې وه خپل .
خو شحالی وه سرو دونه ټول خندان .
د معارف لمنه ټو لو وه نیولې .
که واړه وه که زاړه وه که ځوانان .
د جنګو نو او نفاق لمنه ټوله .
نه ټو پک وه نه مرمې وه نه زندان .
چا د چالپاره څاء وې نه کیندلې .
هیچا نه رسوه یو بل ته تا وان .
نه هغه دا ړه ماران چې مالیدلی .
نه وه غله او نه هغه جنګ سالا ران .
هیچانه ویل چې دا د کوم تنظیم دی .
نه وه نوم په کې غریب او نه د خان .
کور اوکلی کې وروری وه او خپلوی .
د وحدت لپاره ټو لو ور کوه ځان .
سرمې پورته کړه دخوبه راوچت شوم .
تنها زه وم نه وطن وه او نه یاران .
ټول یو خیال وه د سعید دخوب رویا وه .
ومه پروت زه د هجرت په لوې زندان .
بیګا خوب کې په وطن مې ولید ځان .
آر یا یانو لوې مسکن او ګلستان .
****************
نجم الدین ( سعیدی )
درود به جناب الحاج نجم الدین « سعیدی » ، سروده عالی و مملو از احساس است و مانند همه زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر
برادر بزرګ وار وګرامې محمد مهدی بشیر همیشه سر فراز ې وخوشې شما آرزو بنده است . نجم الدین سعیدی