۲۴ ساعت

12 سپتامبر
۴دیدگاه

لوی افغان

تاریخ نشر شنبه  ۲۱ سنبله  ۱۳۹۴ – ۱۲  سپتامبر   ۲۰۱۵ هالند

لوی افغان

دوستان محترم و گرامی لطفا نظریات خویش را در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا مطالب شما همیش محفوظ بماند .
با عرض حرمت
مهدی بشیر

**********

لوی افغان

سمیع الدین افغانی

۱۲۹۲۰۱۵

م ۰کال

رموږه هویت زموږ عزت دی وطن

زمونږه لوړشان او شوکت دی وطن

دا مـو د پلارو او دنیکو وطن دی

دا د اصیلـــو شاه ځلمو وطن دی

مونږ ته تاریخ زموږعزت ګران دی

په موږ هـــویت افغانیت ګران دی

مونږه نـــور مـــه ځـــوروئ

جنګ ته مـــو مـــه هڅوئ

په خپل  عزت او اصلیت ویاړو

پـــه افـــغـــانیت ویـــاړو

دغـــه د ګـــوتو پـــه شمیر

د پـــردی پالـــو په څیر

پـــردی صفته کـــړۍ

دا بــــــد طلعته کـــړۍ

پدې حساسه او نازکه شیبه

دوئ د پـــردو پـــه لمسه

زموږ تاریخ زموږ هویت لوټوی

زموږ یووالی او وحدت لوټوی

دلته پښتون اوتـــاجـــک

یـــا هـــزاره او اوزبیک

زمونږ ترکمن او پشه یی توکمونه

ټـــول سره میشت قـــومـــونه

د یـــو افـــغـــان بچی دی

د اوږد تاریخ اود زمان بچی دی

 دا بې هـــویته بـــې خبره څیرې

میشت لـــه بهره څیـــرې

زمـــوږ هویت کتمانـــول غواړی

موږ ته په سپک نظر کتل غواړی

سر به ژوندی کله تر کوره ویسی

دوئ به  دا بد ارمان تر ګور ویسی

ای دغفلت پـــه خوب ویده اغیاره

یوځل نظر کـــړه د تارخ هنداره

دلته مغل دلته چنګیز  ناکام شول

دلته سکندره دلته انګریز بدنام شول

سور لښکر هم په ګونډو شوی دلته

استعمارهـــم پـــه منډو شوی دلته

دا وطن ګـــران افغانستان یادیـــږی

ټول پـــه نامه د لوی افغان یادیږی

———–

سمیع الدین افغانی

۱۲۹۲۰۱۵

م ۰کال

 

۴ پاسخ به “لوی افغان”

  1. admin گفت:

    درود به محترم سمیع الدین افغانی ، سروده زیب و مملو از احساس است . امیدوارم که تمام مردم کشور ما بدون هر نوع تعصبات زبانی ، مذهبی ، قومی ، منطقوی ، نزادی با هم متحدانه در فضای صلح و آرامش متحدانه زندگی کنند و هیچ وقت فریب تفرقه انداز ها را نخورند. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. عبدالهادی حمیدی گفت:

    یک سروده بسیار عالی و پر مفهوم که همه چیز را در خود داشت و با یک احساس وطنپر ستانه سروده شده بود احساسات شما قابل قدر است

  3. اقای مهدی بشیر از لطف و مهربانی های همیشکی تان اظهار شپاس صحت سلامتی و طول عمر شما ارزوی ماست سایت وزین ۲۴ ساعت اهداف واقعا ملی را تعقیب نموده وبه خاطر خیر وفلاح انسانیت مې اندیشد همیشه موفق و کامګار باشید
    سمیع الدین افغانی

  4. ګرانی ورور محترم سمیع الدین افغانی ! دیره ښایسته او ښکلی شعر ، د ژوندانه په هر برخه کی بریالتوب تاته غوارم .

    ای زما ښکلی ګران وطن
    دا مو د پلرو اود بابا وطن
    دا دافغانانو کور
    دا افغانستان وطن
    ښه ښایسته نام لری
    دا افغانستان وطن
    دا دافغانانو کور
    دا د افغانان وطن
    پروین فایق شریفی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما