آریائی نژاد
تاریخ نشر سه شنبه سوم قوس ۱۳۹۴ – ۲۴ نوامبر ۲۰۱۵ هالند
آریائی نژاد
سمیع الدین افغانی
مونږ یو یو نژاد ، یو نژاد د اریا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
اریا نوم نجابت دی
کلتوردی مدنیت دی
هم پوهه شجاعت دی
میشته دی په اسیا کې شرقی هند تر اروپا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
———-
المان کې هم نازیا یان وه
په خټه اریایان وه
د دې نژاد حامیان وه
پدې نوم یې خپل کړی ډیر ملکونه شا او خوا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
———–
اریا شجاع انسان دی
شپږم قرن زمان دی
تسخیر یې هندوستان دی
بیا ورسته خواره شوی تر جنوب د افریقا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
————
داریوش په کتیبه کې
په هغه زمانه کې
د کاڼو نوشته کې
اریا نوم صیقل شوی جها نیان دی پرې اګاه
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
———
دوئ میشت په اروپا دی
شرقی هند، انګولا دی
نیپال ، سریلانکا دی
ملداوی، افریقا کې دی پراته تر امریکا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
————
ایران که آسترالیا ده
روسیه که هسپانیا ده
جنوب د امریکا ده
بانی د تمدن دی هر یو ملک جدا جدا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
——–
میشته که ارمنیان دی
نیپال هم اریایان دی
بنګال که تاجکان دی
ارمن ، نیوزرلند یا میشت جنوب د افریقا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
———-
زمونږه افغانان هم
ښیاسته لکه ګلان هم
باتوره شاه زلمیان هم
داټول مونږه یادیږو لوی نژاد د اریا
تاریخ د تمدن لری په زړه کې د دونیا
———–
سمیع الدین افغانی
درود به جناب سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است و مانند همیشه عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر
دیر عالی وه گرانه