د سولی او تفاهـم دلیارې مبلغ دوکتور
تاریخ نشر سه شنبه چهارم حوت ۱۳۹۴ – ۲۳ فبروری ۲۰۱۶ هالند
محترم څیړندوی
عبدالله بختانی « خدمتګار»
دوکتور محمد سعید « سعید افغانی » زمــونږ د هیــواد مشهور عــالم ، لیکوال ، مــولف، استاد او اجتماعـی شخصیت و چـه تل یی د سولی ، تـرقی ، وروری ، برابری او تفـاهم لپـاره مبارزه کـوله، د دی نومیالـی پوه دروند نــوم هم په وطــن کښی او هــم د نړی په نورو هیوادونــو کښی خپور او مشهور دی .
په دوکتور سعید افغانی باندی، د هغه د ژوندانه کلونه ، په لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ، موعظو او خطابو تیر شو، هغه به دسولی ، امنیت ، تفاهم، دوستی ، وروری ، برابری ، اجتماعی عدالت او انسانی کرامت لپاره په دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .
دی پسی و چه د هیواد ملایان ، د علم طالبان او نورو خلک د نوی ژوندانه په مترقی لارو چــارو پوه او منور ځوانان او روښانفکره زلمیان د دیـن له مبادیو سره آشنا شی او د ملی فرهنګ او دینی اخلاقو رعایت وکړی .
هغه یو ملی ، مترقی ، مذهبی شخصیت و چه تل د خلکو او اولس د ضرورت غوښتنو د ملاتړ په لیکو کښی دریدلی دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو ننګه یی کړی ده . په سفر کښی یی د خپل هیواد تاریخی او فرهنګی ویاړنی نورو اولسونو ته معرفی کړی دی .
د ژوندانه د پو خوالې په عمر یی د هیواد د خلکو د ملی دموکراتیک غور زنګ ملاتړ کړی دی او د دین د حقیقتونو د ځرګندولو په ذریعه یی هغه ارتجاعی دسیسی افشا ء او شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد وی .
د ژوند د پای په کلونو کښی یی د سراسری سولی او امنیت او ملی روغی جوړی دتامین لپاره یی هڅه کوله ، په هیـواد او نړی کښی یی سوله او تفاهم غوښت او کاریی ورته کاوه .
دغه قطعه ما لیکی ده او د دوکتور سعید افغانی د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :
په لــوستلو ، لــو لـو لــو او لیکـــلـو
د پـوهنــی د ډ یــو ی لانــدی کـــارونــه
فضــیلت او شــرافــته سره تـــیر شــول
په( دوکتورسعید افغانی ) دری شپیته کلونه
« دوکتور سعید افغانی » د ابجد په حساب « ۱۹۲۲» کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد میلادی کال دی . هغه « دری شپیته کلونه » ژوند تیر کړی دی چه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د ژوندانه له کلونو سره برابر دی .
چه پر « ۱۹۲۲ » باندی « ۶۳ » واچوو بیا نو « ۱۹۸۵ » تری جوړیږی او دایې د وفات میلادی کال دی .
خدای دی یی وبخښی
عبدالله بختانی « خدمتګار »
محترم پروفیسور عبدالله بختانی « خدمتګار» تشکر از مقاله زیبا تان . روح زنده یاد مولانا « دوکتور سعید افغانی » شاد و خداوند مغفرت کند. شما زنده باشید. مهدی بشیر