زه شاعر نه یم خو دا لیکم
تاریخ نشر جمعه دهم ثور ۱۳۹۵ – ۲۹ اپریل ۲۰۱۶ هالند
زه شاعر نه یم خو دا لیکم
داکتر فاروق اعظم ته!
چې د قام د درد او غم ځینې خبر شی
پوه لارښود شی د ټولنې ښه رهبرشی
د حالاتو پیچ او خم ناکام وختو کې
خدمتګارپه صداقت د قام نوکر شی
په چوپړ کې دخپل قام او ولسونو
استواره، پا بر جا په شان د غر شی
بد حالت کې د ولس په غم،غمجن وی
د دښمن مکر، فریب ته لکه سپر شی
قربانې ته شی حاضر د خیر په لار کې
په چوپړ کې دخپل قام د خیرمصدر شی
چې د قام او د ولس په درد دردمند وی
دهیواد دهر خیر خواه د زړګی سر شی
شته اخلاص او علمیت یې په وینا کې
د فاروق اعظم لار ښود ته که نظر شی
———————–
ص سعیدی
۲۸ – ۴ – ۲۰۱۶
م ۰ کال
شکر جناب آقای سعیدی ، سروده زیباست . موفق باشید. مهدی بشیر