د « نړیدلې جونګړې»
تاریخ نشر شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۵ – دوم جولای ۲۰۱۶ – هالند
ترسرلیک نوې شعری ټولګه دچاپه راووتله۰
د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلی سمیع الدین افغانی څلورمه شعری ټولګه د چاپه راووتله۰
په دغه شعری ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعری ټولګې په اړه یې لوستونکو سره د زړه خواله او د حالاتو ریښتینی انځور شریک کړی دی۰
همدارنګه په دغه شعری ټولګه کې د هیواد ښه شاعر ښاغلی مصطفی ارین هم د افغانی صیب د شعر او شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر څرګند کړی دی ۰
دغه شعری ټولګه چې ۲۸۸ مخونه لری په ښکلی ثقافت او ډیزان په کابل کې د دانش کتاب جوړولو موسسې په مټ او زیار د چاپه راووتله ۰
ښاغلی سمیع الدین افغانی ته د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک د څلورمې شعری ټولګې د چاپ مبارکی وایو او هغه ته د شعر او ادب په برخه کې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ روغتیا، سوکاله ژوند او د لا بریاوو هیله کوو۰
و من الله التوفیق
( دحق دلارې فرهنګی ټولنه )
د ۲۰۱۶ م ۰ کال
د جون میاشت
یادونه : مینه وال کولی شی دغه نوې شعری ټولګه په کابل کې د دانش کتاب پلورنځۍ څخه په لاندې پته ترلاسه کړی .
چاپنځی : اسد دانش مطبعه – کابل / ۰۷۰۰۴۴۹۲۹۸
جناب آقای سمیع الدین افغانی چاپ مجموعه چهارم شعری تانرا از ضمیم قلب تبریک عرض میکنم و برایتان موفقیت های بیشتر آرزو مینمایم. موفق باشید. مهدی بشیر
jahan spas akay mhdi bashir shoma zanda wa salamat bashed