د سعادت معـراج
تاریخ نشر شنبه پنجم حمل ۱۳۹۶ – ۲۵ مارچ ۲۰۱۷ – هالند
د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه :
شک نشته چه پاک خدای ماشین د حرکت د دنیا د انسانانو په لاس ورکړی او لکه چه کتل کیږی انسانانو ترینه دعقل او فکر او کار په اندازی سره فوائد اخیستی داهم باید وویل شی چه کار په تربیې سره کیږی او طبعی پوه په تعلیم او تعلم او تجربې سره درجه په درجه کمال ته رسیـږی.
هو کله چه د خلکو تربیه او سویه ښه شی او وکړای شی چه د دینی او دنیوی په لیارو او چارو پوه شی بیانو دا ویلو شوچه حقیقناً دا قوم د فلاح او سعادت معراج ته و رسیده همدا وجه ده چه کوم قوم او ملت او حکومت چه د معارف په شقوقو کښې ترقی او تربیی په لیاره اوچارو کښې بریالی او موفق شوی. هغه جامعه او ټولنه په واقع کښې
د ژوندانه په رازونو او اسرارو عالمه د نورو محتاج الیه کرځیدلی شی. بالعکس کوم شخص او یا کوم قوم چه د تربیی د رڼا په حقیقی معنی سره وروسته او لری ولیدلی وی هغه نشی کولی چه ترقی وکړی او ترقی لاڅه کړې چه خپل موجودیت قدرې محافظه او وساتلی شی. همدا وجه ده چه سالک وائی:
قلندران طریقت به نیم جو نخرند – قبای اطلس آنکس که از هنرعاریست
زه په دا عقیده لرم چه د دنیا وګړی او یا قوم او ملت به هله کامیابیږی چه د معارف په ټولو شقوقو کښې عملاً پوه او بیا په توازن سره خپلې لیارې او چارې سمې او برابرې کړی.
دا د معارف وظیفه ګڼو چه د افکارو په روزنه کوی او خلک به با تعلیمه او تربیه ګرځوی او دا د معارف کار دی چه هر څه نه اول باید د تربیې د پاره د کار خلک و پیژنی او کار وکړی، بیا د کار د خلکو فریضه ده چه د کار د پاره په توازن سره سړی جوړ کړی او جامعې ته تقدیم او د عمل میدان ته راوباسی.
داد معارف کار دی چه د صداقت، سیاست، ثبات، شجاعت، پاک نفسی، حلم، اخلاق او صبر په اندازې به خلک پوه کوی، فائدې او نقصان ته به ئی را بیداروی.
زه په دا کښې څه نه وایم چه زمونږ په معارف کښې څومره مصرف شوای او کیږی او په معارف کښې د مصرف په اندازه خلک تربیه کیږی او که نه کارئې لایقو خلکو ته ورکړی. او ځڼګه او نه په داسی مسائلو کښې زما غرض شته زه خپل ایمانی او وجدانی وظیفه او دنده همدا بولم چه همیش همدا ووایم چه افغانستان نن په علم او پوه کښې د پرون ځنې یو په سله ډیر ښه دی. پرون په یوه کلی کښې څه چه په یوه قریه کښې یو لوستونکی او لیکونکی هم نه اما نن په هر کلی او قریه کښې ډیر ډیر خلک لوستونکی او لیکونکی پیدا شوی او ډیرو لوستلو او اوریدلو نه مو نورسر په درد شو.
هو اوس مونږ ته سره د دومره ډیره ویلو او لوستلو یو څه په چپه خوله کارهم لازم دی. مونږ ته دا په کار ده چه خپلې دشتې او میرې آبادې، کافی فابریکې پیدا کړو او ترینه کار واخلو. خپل زراعتی او صنعتی چارې سمې او دې دومره بیکارو خلکو دپاره کار پیدا کړو. دا ځکه چه د وطن غټه سرمایه خلکو ته کار پیدا کول او په دا وسیله د خلکو د اقتصادی مشکلاتو مراعات دی. مونږ باید ښه زیات عمیق شو چه واردات مو د صادراتو نه لوړ نه شی، دا ځکه که واردات مو د صادراتو نه لوړ شول نو د وطن شته به مو ټول په زیب او زینت او فیشن لوکس جامو او سامان او رنګ او روغن صرف شی او اقتصادی ستونځې به مو ډېرې شی.
مونږ باید پدې پوه شو چه دا وطن زمونږ دی او د وطن ترقی او تعالی به په خلکو او په کار سره کیږی.
هو وطن په خلکو ښه ښکاری او خلک په کار او کسب مونږ باید داسې و نکړو چه ځان ځنې قصداً تیار خواره جوړکړو او په کار کولو وشرمیږو. داسې ونکړو چه په آفرین او شابس پسې مو زړه وچوی.
هو مونږ باید د خپل ځان په صفت او مدحې مین او خوښ تر داسې اندازې نه شو چه ترینه مَن مَن غوښې واخلو او کوم عاجزسړی چه هغه د صفت او مدحې په فن کښې مبتدی وی او نشی کولی چه خلک په تشو خبرو خوښ کړی هغه بد و ګڼو. مونږ باید په دا غلطه خبرو ونه غولیږو چه خلک ئې نه کړی نو مونږ به ئې ولې وکړو. دا ځکه چه هر څوک ځان ځان ته مسئوولیت لری.
هو که خلکو کار ته نه پریښودلم هلته نو بیا حق لرو چه قراره په قراره استراحت وکړو او یا دغم سندری ووایو. نه مونږ باید دا ونه وایو چه جولایم او که نداف.
هو باید لاس واچوو او پښو ته حرکت ورکړو چه ورځ په ورځ خپل کار او صنعت ښه کړو. ځما مقصد دا دی چه داسې نه شو چه نظریات لوړ خبرې ډیرې او عمل لږ. داسې نه شو چه خیالاتو او اوهامو د تطبیق د پاره د کار نه لاس واخلو. دا خو ډیره ښه ده باید آفرین ووایم چه د سعادت دپاره مونږ لوړ لوړ چورتونه وهو لکن دا غلطه ده چه کار نکړو او بیا لا یوعالم، پوه او تجربو کار هغه چه د ده ماغزه ډیر څه وینی او د خلکو په غلطی باندې هم ښه پوهیږم او د قوم او د وطن د خدمت د پاره زښت ډیر ارمانونه لری، ترینه کار وانه خلو.
هو د سعادت معراج او د وطن ترقی او تعالی په دې کښې ده چه ځان پوه کړو. خلک پوه کړو. کار وکړو او د کار خلکو ځنې کار واخلو، ترڅو دځان او قوم او د وطن او ددنیا د موفقیت د پاره قدم پورته کړو.
یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال: ۱۳۵۴ هجری شمسی )
روح شادروان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد مقاله عالیست تشکر از دانشمند محترم الحاج امین الدین سعیدی . موفق باشید . مهدی بشیر
استاد محترم مهدی بشیر جهان سپاس از شما در زندگی موافق باشید .