خوندکوی
تاریخ نشر سه شنبه پنجم فبروری ۲۰۱۳ هالند
خوندکوی
یعقوب منګل
۱ / ۲ / ۲۰۱۳
آلمان
***
سره لاسونه توری سترګې په اخترکی خوندکوی
د دوو مینودیدنونه په ګودرکی خوندکــــــــــوی
که غواړی دمینی موجونواوطوفانونوته ورګډ شی
مینه سمندردی٬لامبوپه سمندرکی خوندکـــــــــوی
څلورسترګی چه دمینی په کمین کی مخامخ شی
دبڼوغشی ویشتل دجنګ په ډګرکی خوندکوی
چه دمینی کاروان روان شی ځی خپل منزل تـه
دژوند داسی ملګری په سفرکی خوند کـــــــوی
غږونه اوآوازونه په هرځای کی پورته کیـــــــږی
دوطن ښکلی نغمی اوسازونه په لوګرکی خوندکوی
ای ملګرودمنګلوښایسته غرونوته می بــوزۍ
دجګوغروسندرې پاس په نښترکی خوندکوی
داچه تک سپین ښکاریږی سرئ لوړدی ترآسمانه
دادسولی سپین رنګ په سپین غرکی خوندکوی
ای یعقوبه راشه له کنعانه٬(منګل) ته ووایــــه
دیوسف سره مینه دزلیخا په ځګرکی خوندکوی
یعقوب منګل
منگل صاحب به سلامت باشد . زیبا و عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر
بشیرصاحب محترم٬سپاس بیکران ازتشویق شما.
سلامت باشید.بااحترام
منگل صاحب مزه دار بود
فروغ صاحب! ډیره مننه.جوړاوبریالۍ اوسی
ډیر اعلا
چه اوربل یی تندی باندی خوری وری وی شه مزه کا
د تنکی ونه نسیم کی شور او شر خوند کوی
بیا ولیکی
یوسفی صاحب!ستاسوله ښه اونیک نظره یوه نړۍ مننه.
روغتیااوبریلیتوب موغواړم.
عالیست محترم منگل . خیال انگیزى و روانى دل انگیزى دارد سروده اى تان .
شریف جان (حکیم)صاحب!یک جهان ممنون ازنظر دل انګیزتان.
سلامت وسرفرازباشید.
حظ بردم عالیقدرم،ممنون شما!
شهلاجان!یک عالم سپاس ازحسن نظرتان.